فاریاب چارواکي: دوه ولسوالۍ مو له لاسه په وتو دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹لېندۍ، ۱۳۹۷ل): په فاریاب کې د دولت اباد او ګرزیوان ولسوالیو ولسوالان وايي طالبان يې د ودانیو څو مترۍ ته رسېدلي او سقوط ته نږدې دي.

د ګرزیوان ولسوال فیض الله تېره شپه پژواک ته ويلي، چې ۱۱ کمانډو او اربکي عسکر ټپیان شوي او یو کمانډو عسکر طالبانو ته ژوندی په ګوتو ورغلی.

هغه ویلي د «دیوار» په نوم مهمه پوسته د طالبانو لاس ته لوېدلې او که مرسته ور ونه رسېږي نو ولسوالۍ به سلامته طالبانو ته په لاس ورشي.

د دولت اباد ولسوالۍ ولسوال عبدالرزاق کاکړ هم اندېښنې اخیستی او وايي چې طالب ځواکونه د ولسوالۍ درې سوه مترۍ ته ور رسېدلي دي.

سرچینه د کاکړ په حواله لیکي، چې له لسو میاشتو راهیسې يې ځواکونه د محاصرې په حال کې پاتې دي، په وینا يې دې جګړه ته تازه نفسه ځواکونه پکار دي.

طالبانو د فاریاب په یادو ولسوالیو کې د جګړې په اړه تازه څه نه دي ویلي، خو فراه کې يې د قومندان په ګډون د ۱۲ عسکرو د وژل کېدو او دوو ژوندي نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د طالبانو خبرپاڼه لیکي، د فراه مرکز کې يې د څلور ساعته جګړې په پایله کې یوه پوسته بشپړه نیولې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د