نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د کندوز چارواکي وايي په مرکز کې يې د توبر کلوز د درملنې لپاره یو ۲۴ بستریز روغتون ګټې اخیستنې ته وسپاره.
د کندوز والي عبدالجبار نعیمي وویل، په دې روغتون ټول ۲۶۰زره ډالر لګښت شوی دی چې د «یو این ډې پې» له خوا ورکړل شوی دی.
د هغه په وینا دا روغتون به د نري رنځ په برخه کې د زون په سطحه خدمات وړاندې کړي.
د کندوز د عامي روغتیا رییس عبدالمتین عاطفي وايي چې دوی هڅه کوي روغتون په پوره طبي وسایلو سنبال کړي.
عاطفي وویل چې دا به د زون په سطحه د څلورو ولایتونو لپاره یو روغتيايي مرکز وي.
په افغانستان کې توبر کلوز یو له هغو ناروغیو بلل کېږي، چې مرګونې ثابته شوې ده.
د عامې روغتیا وزارت د شاوخوا درې کاله پخوانۍ سروې له مخې دا ناروغي هر کال د ۱۳زره تنو ژوند اخلي.