کرېکټ: د استراليا پر وړاندې په زړه پورې ټيسټ لوبه هند وګټله

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۹ ليندۍ، ۱۳۹۷ل): د هند او استراليا ترمنځ لومړۍ ټيسټ سيالۍ چې په استراليا کې ترسره کيږي له زړه بوږنونکې حالت وروسته هند د ۳۱ منډو په توپير وګټله.

دغه سيالۍ په وروستۍ ورځ دلچسپ حالت ته ورسېدله خو اشوين د استراليا وروستي لوبغاړي ويکټه وروسته له ډيرو کوښښونو واخيسته او لوبډلې ته يې بريا ورکړه.

هند لوبډلې لومړی توپوهنه کړې وه چې په لومړۍ پاڼۍ کې يې ۲۵۰ منډې جوړې کړې وې، د ويرات کوهلي په ګډون چې ډيره تمه ترې کېده له پوجارا پرته ټول لوبغاړي ناکام شول.

پوجارا مسوولانه لوبه وکړه او ۱۲۳ منډې يې وکړې، په ځواب کې استراليا لوبډلې د ټريوس هيډ په مرسته منډې تر ۲۳۵ ورسولې، د استراليا لخوا هيلزلووډ ۳، ميچل سټارک، نيتن لاين او پيټ کمينز ۲-۲ ويکټې واخيستې، له بل اړخه د هند لخوا جاسپريټ بومرا او اشوين ۳-۳ خو محمد شامي او اشانت شرما ۲-۲ ويکټې واخيستې.

په دويمه پاڼۍ کې يو وار بيا ويرات کوهلي ناکام او پوجارا مسووليت ادا کړ، نوموړي ۷۱ او اجينکی رهانی ۷۰ منډی جوړې کړې، چې په مرسته يې هند استراليا ته د ۳۲۳ منډو هدف وټاکه.

استراليا لوبډلې د هدف په پوره کولو کې کمزورې ثابته شوه، چې وخت تر وخته يې ويکټې له لاسه ورکړې، خو په وروستي کې چې نيتن لاين په زړه پورې لوبه وکړه هند ماتې خوړلو ته نږدې و خو اشوين د هيزلووډ ويکټه واخيسته او بريا يې خپله کړه.

په دغه سيالۍ کې پوجارا ۱۹۴ زياتې منډې جوړې کړې او غوره لوبغاړی وټاکل شو، له بل اړخه د هند ويکټ ساتونکي «کيپر» رشاب پينټ په يوه سيالۍکې د زياتو ۱۱ کيچونو نېولو د ډيويليئرز نړيوال ريکارډ مساوي کړ.

ياده دې وي چې استراليا او هند درې نورې ټيسټ، ۳ يو ورځنۍ او درې شل اويزې سيالۍ د استراليا په پراخه او ښکلو لوبغالو کې ترسره کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د