افغانستان

اشرف غني د سولې په نوم له جوړ کړي بورډ سره لومړۍ غونډه وکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹لېندۍ، ۱۳۹۷ل): محمد اشرف غني تېره شپه په ارګ کې د سولې په نوم د ده له جوړ کړي بورډ سره لومړۍ غونډه وکړه.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې هغه ګډونوالو ته د خبرو اترو د طریقې د لارښودو په اړه وویل چې په اتو میاشتو کې يې برابر کړی دی.

د سرچینې په وینا دې غونډه کې د سولې د دارالانشا‌ء نوي رییس عمر داودزي هم برخه اخیستې وه.

دغه بورډ چې د اشرف غني د دفتر د رییس عبدالسلام رحیمي په مشرۍ جوړ شوی، دوولس تنه غړي لري چې د سیاسي ګوندونو تر څنګ پرې د امریکا سفیر هم نیوکه وکړه.

جان‌بس دې بورډ ته په اشارې وویل چې باید د سولې لپاره هڅې په ګډه او د ولس په مشوره پر مخ لاړې شي، وړاندې تر دې حنیف اتمر هم ویلي و، چې غني دا بورډ له مشورې او اجماع پرته جوړ کړی دی.

که څه هم د طالبانو او امریکا تر منځ مخامخ خبرې په لومړنیو ګامونو کې روانې دي، خو په ورته وخت کې د ارګ تر څنګ ځینو سیاسي ګوندونو هم د پلاوي جوړولو خبر ورکړی دی.

جمعیت اسلامي وايي دوی د یونس قانوني په مشرۍ پلاوی جوړ کړی دی او حزب‌اسلامي – حکمتیار له ملي جنبش سره یو ځای پر پلاوي جوړولو بوخت دي.

په ورته وخت کې سټار ایند سټراپس رسنۍ د زلمي خلیلزاد په حواله لیکلي، چې څوک په افغانستان کې د سولې لپاره د پیل شو هڅو ملاتړ نه کوي، نو له امریکا دې هم د دایمي ملاتړ هیله نه لري.

هغه د حکومت په منځ کې ځينو هغو چارواکو او سیاسيونو ته په اشارې دا څرګندونې کړې، چې اټکل کېږي د سولې پر وړاندې سم نیت نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x