د نړۍ تر ټولو يخ کلي ته ښه راغلاست «ويډيو»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د نړۍ تر ټولو يخ کلي ته ښه راغلاست، دا هغه کلی دی چې په ژمي او په ځانګړې توګه د ميلادي کال په لومړۍ مياشت کې په کې د تودوخې درجه منفي ۵۰ سانتي ګراد اټکل کيږي، چې له کورنه بهر وتلو سره بدن د يخنۍ له وجې يو بيل احساس کوي.

دلته په کورونو کې د اوبو له پاره نلونه نه لګول کيږي، ځکه چې د سختې يخنۍ له امله په نلونو کې اوبه کنګل کيږي چې بيا ددې نلونو د ماتېدو او چاودېدو ويره وي، دلته موټرونه هم په ژمي کي هر وخت ځکه چالان وي چې د پترولو د کنګل کېدو ويره يې وي.

دا د روس په سايبريا ايالت کې د اويمياکون سيمه ده، هغه سیمه چې د روان کال د جنورۍ په مياشت کې د تودوخې درجې د اټکل کېدو پرمهال پکې تر ماميټر چاودلی و، چې هغه مهال تودوخه منفي ۶۲ سانتي ګراده اټکل شوې وه.

دلته په عام حالت کې هم د تودوخې درجه منفي څلويښت شاوخوا وي، خو له دې دومره یخنۍ سره په دې سيمه کې د انسانانو ژوند کول ناممکن دي؛ خو بيا هم دلته خلک اوسيږي.

د روسيې له پلازمېنې مسکو څخه ۷ زره کيلو متره لرې دغه سيمه چې د نړۍ تر ټولو يخه سيمه ګڼل کيږي اوس هم په يو کلي کې د ۵۰۰ په شاوخوا کې خلک ژوند کوي او د ژوند چارې په عادي حالت کې پرمخ وړي او ماشومان تر هغه وخته ښوونځي ته ځي ترڅو چې د تودوخې درجه منفي ۵۲ ته نه وي رسېدلې.

ددې سيمې اقتصاد د څارويو په ساتنه او ماهيانو په نيولو ولاړ دی.

په فارمونو کې غواګانې هم د جون له مياشتې څخه تر اکتوبر پورې شيدې ورکوي، همدا راز په دې سيمه کې هوسۍ هم موندل کيږي.

ددې سيمې ماهيان هم چې له اوبو څخه بهر راوځي په نژدې ۲۰ ثانیو کې کنګل کيږي.

هلته د کورونو ودانۍ هم د نورو ودانيو په پرتله فرق کوي او په داسې توګه جوړې شوي دی چې د يخنۍ په وړاندې تودې وې او د واورو د ورېدو پر مهال رانسکورې نشي.

په دې سيمه کې د واورو او يخنۍ د غبار له امله خلک ډير کم وخت د لمر زرينې وړانګې ويني او خپل يخ وزرونه ورته تودي چې هغه هم په ورځ کې يوازې يو څه وخت دوام کوي.

خو له دې سره سره کله کله بيا د ګرمۍ په موسم کې په دې سيمه کې د تودوخې کچه ۳۰ سانتي ګراد ته هم پورته کیږي.

خو له دې سره سره تر ټولو جالبه يې لا دا چې ددې سيمې د نوم (اويمياکون) معنا داده چې «داسې اوبه چې بيخي نه کنګل کيږي.»

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د