نړۍ

فرانسه: ټرمپ دې زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د فرانسي د بهرنیو چارو وزیر وايي « لکه څنګه چې موږ د واشنګټن په کورنیو چارو کې لاس نه وهو، له ټرمپ هم ورته هیله لرو څو زموږ په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.».

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر دا خبرې په داسې حال کې کوي چې، ددې هیواد په پلازمینه کې پراخ لاریونونه روان دی او حکومت تر درانه فشار لاندې دی، دغه لاریونونه چې د «ژړ واسکټو» په نامه یاد شوي، په فرانسه کې د تیلو د بیو د لوړېدو په بدل کې شوي او پلازمینه یې له ژورې بې نظمۍ سره مخ کړې، تر اوسه ددې لاریونونو ۱۲۰۰ ګډونوال نیول شوي خو
پولیس لا هم د لاریونوالو په تیت پرک کولو کې پاتې راغلي.

تېره ورځ ټرمپ په خپل ټويټر ولیکل چې«د اقلیمي تړون سره د پاریس مخالفت په فرانسه کې د لاریونونو او تاوتریخوالي لامل شوی»

د نوموړي د څرګندونو په غبرګون کې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر«ژان ایولو دریان» له هغه غوښتي چې، د فرانسې په کورنیو مسایلو کې دې لاسوهنه نه کوي.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون هم له لاریونوالو د آرامېدلو غوښتنه کړې او ګډوډ وضعیت یې د فرانسې لپاره خطرناک بللی.

نوموړي وویل«موږ ولسواکۍ ته ژمن یو خو، ګډوډ وضعیت هیڅکله د هیواد په ګټه نه دی او دښمنان له دې فرصت څخه ناوړه استفاده کوي».

یاده دې وي چې نن به د فرانسې ولسمشر ملت ته په خپله ټلویزوني وینا کې د لاریون کوونکو په اړه وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x