افغانستان

په افغانستان کې د طالبانو اعلان شوې شمیرې او حقیقت

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د لانګ وار ژورنال په نامه امریکايي رسنۍ د امریکا د دفاع وزارت پنتاګون له لوري نشر شوي هغه شمیرې رد کړي دي چې په افغانستان کې يې د طالبانو، القاعده او داعش په اړه په دې وروستیو کې نشر کړي وې.

پنټاګون ویلي وه چې د طالبانو شمېر د ۲۵ زره څخه بیا تر ۳۵ زره پوري دی.

د حقاني نیټورک د جنګیالیو شمېر د ۳ زرو څخه بیا تر ۵ زرو پوري دی.

داعش تر ۲ زره کم شمېر جنګیالي لري او القاعده بیا ۲۰۰ کسان په ټول افغانستان کې لري.

خو د جګړو او وسلوالو ډلو په اړه د امریکې متخصصې رسنۍ «لانګ وار ژورنال» ویلي چې دغه شمیرې ټولې غلطي دي، ځکه چې له سره په افغانستان کې د حقاني شبکې په نامه بېله ډله نشته، بلکې د حقانې شبکې په نامه ډلې مشر (سراج الدین حقاني) په حقیقت کې د طالبانو د عمومي مشر مرستیال دی او پر اساس یې د هغه پوري اړوند خلک به ټوله د طالبانو یوه برخه وي.

سرچینې همداسي د طالبانو په اړه د پنټاګون شمیرې له حقیقته لیري بللي او ویلي يې دي چې د طالبانو شمېر تر سل زرو جنګیالیو هم ډېر دی او په تیرو ۱۷ کلونو کې چې امریکې او افغان حکومت د طالبانو د وژلو ادعاوي کړي، هغه هم د حقیقت څخه ډیرې لیري دي.

لانګ وار ژورنال د طالبانو، القاعدې، او داعش په اړه په مختلفو کلونو کې راپور کړي شمیرې غلطي بللې او دا یې امریکايي ادارو او استخباراتي شبکو ناکامي بللې ده چې تر اوسه هم کله چې خبره د دغو ډلو د اتباعو شمېر ته راشي، په اړه یې ددوی راپورونه ګډوډ او د پخوانیو راپورونو سره په ټکر کې وي.

د رسنۍ د تحلیل سره سم که چیري د طالبانو شمېر د ۲۸ زرو څخه بیا تر ۴۰ زرو پوري وي، او دا رشتیا وبلل شي، نو دا به د افغان او بهرنیو ځواکونو پر وړتیا ډېر بد تاثیر ولري، ځکه چې دا څرنګه ممکنه کیدای شي چې دغه لږ شمېر جنګیالي دي د درې سوه زرو (312,328) تربیت یافته افغان عسکرو سره جګړه وکړای شي او پر هغوی دی برلاسي هم وي. په داسي حال کې د افغان عسکرو سره ۱۶ زره د ناټو تر چتر لاندي بهرني عسکر او ۸ زره نور د امریکا تر مستقیمي قوماندي لاندي بهرني عسکر دی.

«که د امریکايي پوځ له لوري نشر شوي شمېرې ومنل شي، نو بیا ایتلافي ځواکونه د یوه داسي ځواک په واسطه ځپل کیږي چي شمیر یې لسمې برخې ته هم نه رسي».

د سرچینې په وینا که چیري د افغان امنیتي ادارو ورځنۍ خبرپاڼې وکتل شي، نو هره ورځ دوی اقلا د ۳۰ – ۵۰ پوري طالبانو د وژلو خبر ورکوي چې د کاله که همدا شمیرې وکتل شي، نو طالبانو به هر کال د ۱۱ زرو څخه بیا تر ۱۸ زرو پوري تلفات لیدلي وي، او دا له ټپيانو پرته.. که داسي حساب وشي نو طالبان هر کال خپل د ۲۸ څخه بیا تر ۴۵ سلنې پوري ځواک له لاسه ورکوي او بیا همدا ځواک هر کال له سره نوی کوي..

«په نړۍ کې به ډېر کم داسي ځواک وي چې په دومره کچه تلفاتو لیدلو بیا هم وتوانیږي چې پر ځمکه اغېزمن کنټرول ولري».

رسنۍ زیاته کړې چې دوی ته یوې سرچینې وویل چې د طالب جنګیالیو شمېر تر ۷۰ زره زیات دی او تر شا یې په لسګونو زره نور ملاتړي دي، یوه بل بیا ورته ویلي چې طالبان به په ۴۰ زره جنګیالیو په ډېره مشکله داسي جګړه جاري وساتي لکه څرنګه چې یې روانه کړې، خو که همدا شمېر دوه ځلي او یا درې ځلې کړو، نو کیدای شي حقیقي شمیرې ته یو څه ور نیژدې شوي یو.

بشپړ مطلب په لاندي ادرس کې موندلای شئ:

Analysis: US military grossly underestimates Taliban, al Qaeda force levels in Afghanistan

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاح استاذ بیانزی

د مجاهدینو شمیر ۳۰ او ۴۰ زره نه بلکه ۳۰ او ۴۰ میلونه دی او د کابل د غلامانو او بادارانو د وژونکو او پلویانو شمیر ټول کیدی شی یو یا دوه میلونو ته ورسیږی نو یو یا دوه میلونه د دیرش او څلویشت میلونو سره ، سره ددی چه ډيری وسلی او وسیلی لری بریا نه شی ترلاسه کولای دا نه د طالب مجاهدینو د شمیر زیاتوالی او نه د اشغالګرو د ډیرو وسلو او وسیلو شتون دی چه بریا به تر لاسه کړی . جنګ وسله نه بلکه وسله چلوونکی کوی. وسله چلوونکی هله ښه او موثر جنګ… نور لوستل »

لونګ

بیانزی صیب خدای دی خوار مکړه: د افغانستان ټول نفوس ۴۰ میلیونه ندی. داسی ښکاری چی تا به پنجابیان هم ورسره شمار کړی وی.

سیلاب

افغانستان کی نفوس شماری کله شوی له نیمایی زیاد هیواد د طالبانو د کنترول لاندی څوک شل څوک دیرش او څلویشت یادوی اټکلی نفوس دی کیدی شی مونږ هم اټکلی لیکلی . ستاسی دا خبره چه د افغانستان نفوس ۳۰ میلونه او دا نور پکی پنجابیان یاد شوی ستاسی هدف د اشغال او غلامی له اصلی ستونزو په ځای ( پاکستان یا پنجاب ) ته د خلکو پام واړوی. دا کار د اشغلګرو خپل ژباړن کوی په افغانانو ډیر باور نه کوی نو تاسی خپلو استعماری کړنو او مونږ به د ځآن د دفاع هڅو ته ادامه ورکړو تر څو… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x