افغانستان

ننګرهار: د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې د نجونو ښوونځي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې د هلکانو ترڅنګ د نجونو ښوونځي هم فعاليت کوي.

د طالبانو د تعليم او تربيې کميسيون له لوري په يو تازه ويډيويي راپور کې ښودل کيږي چې د طالبانو د تعليم او تربيې کميسيون مسؤلين د ننګرهار خوږياڼو ولسوالۍ په زاوې سيمه کې د يو ابتداييه ښوونځي څخه ليدنه کوي.

په ويډيويي صحنو کې ښودل کيږی چې په سيمه کې نجونو ته د ښوونکو له لوري د ديني زده کړو ترڅنګ د پښتو ليک لوست او رياضي زده کړې هم د بيلابيلو ښوونکو له لوري ورکول کيږی.

ددې ښوونځي د مسؤل د معلوماتو له مخې دا ابتدايه ښوونځی پنځه درسي خونې لري چې ۱۶۴ تنه زده کوونکي په کې زده کړې کوي او د څلورو تنو ښوونکو له لوري يې زده کړې پرمخ وړل کيږي.

دې مسؤل ويلي دي چې په سيمه کې يې طالبان د تعليمي بهير په مخ کې هیڅ خنډ نه دی او زیاتوي چې د سيمې طالبان ورسره په ښوونيز بهير کې مرسته کوي.

د يادونې وړ ده چې طالبان د نجونو د تعليم په مخالفت تورن دی؛ خو طالبان وايي چې د نجونو د تعليم مخالف نه دي خو د مخلوط تعليمي نظام مخالفت ځکه کوي چې شريعت ورته اجازه نه ورکوي.

په دې وروستيو کې طالبانو پر لپسې ویډیوګانې نشر کړي او دا ابلاغوي چې ددوی تر واک لاندې سيمو کې د ښوونې او روزنې کميسيون هڅې زیاتې کړې دې او د ښوونځيو او تعليمي ادارو د فعاليتونو له نژدې څاري او تنظيموي.

د طالبانو له لوري په خپرو شویو ویډیوګانو او خبرپاڼو کې ویل کیږي چې د ښوونې او رزونې کميسيون د افغانستان د ټولو ولایتونو له پاره ځانګړي تشکيلات لري او په ښوونيز بهير کې خپل فعاليتونه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x