خیبر ایجنسي: د تیلو د ټانکرانو پر تم ځای باندي برید کې درې ساتونکي مړه او درې ټانکران وسوځول سوه
نن ټکی آسیا: نن سهار وختي په خیبر ایجنسي کې د د ناټو دتیلو د ټانکرانو پر تم ځای باندي وسلوال برید وشو، چې له امله یې د تم ځای درې ساتونکي ووژل شوه او وروسته بیا وسلوالو د تیلو درې ټانکران هم وسوځول او په تیښته بریالي سول.