د سولې په اړه د امریکا متفاوت نظر

نن ټکی اسيا سرليکنه

په داسې حال کې چې د افغانستان د سولې لپاره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد سیمې ته د خپل دریم سوله ییز سفر په ترڅ کې د اړونده هیوادونو له چارواکو سره د سولې په تړوا خبرې کوي د امریکا د لوی درستیزانو دکمیټې مشر جنرال دانفورد په خپلو څرګندونو کې ویلي چې افغان سوله د دوئ لومړیتوب نه او په افغانستان کې میشت امریکايي سرتیري یواځې د امریکايي مصالحو د خوندیتوب لپاره هلته اوسي.

نوموړي چې د واشنګټن پوست له لوري په رابلل شوي یوه بحث کې یې خبرې کولې وویل چې امریکايي سرتیري په افغانستان کې یواځې د دې لپاره پاتې دي چې زمونږ د خلګو امنیت خوندي او په امریکا کې د سپتمبر د خونړۍ پیښې د بیا پیښیدو مخه ونیسي.

جنرال دانفورد وايي مونږ دا منو چې افغان سرتیري د جګړې په لومړۍ کرښه کې درانه تلفات ورکوي خو په نتیجه کې یې د نړۍ په یوه بله برخه (امریکا) کې بیا نور خلګ د په اصطلاح تروریستي پیښو له خطر څخه په امن دي.

د جنرال دانفورد په تعبیر چې حتی د طالبانو په مقابل کې د افغان ځواکونو تلفات هم د امریکايي مصالحو د خوندیتوب په غرض دی ، ځکه د ده په خبره چې هلته امریکايي عسکر اوس په خپلو پوځي اډو کې خوندي او د جګړې په لومړۍ کرښه کې افغان سرتیري جنګیږي.

د افغانستان سوله چې تربل هروخت یې اوس خبرو زور اخیستی امریکايي چارواکي یې په اړه دوه متفاوت نظرونه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو په مشرۍ امریکايي دیپلوماتان په خپل ټول توان سره هڅه کوي چې له سیاسي لارې افغان لانجې ته هواری ولټوي ، خو د امریکا د دفاع وزیر په مشرۍ بیا د پنټاکون ټول پوځي چارواکي اوس هم د زور کارونې او په طالبانو باندې د فشار راوستلو له لارې غواړي هغوی یوه جوړ جاړي ته مجبور کړي چې دا په حقیقت کې نور هم د جګړې سختولو او غزولو په معنی او لیدل کیږي چې په هیواد کې ورسره د ولسي تلفاتو ګراف هم ډیر لوړ شوی دی.

په یوه موضوع کې د امریکايي چارواکو دغه تردد او دوه مخې د دې ښکارندویه ده چې هغوی لاهم په افغانستان کې د خپل اوولس کلن ناکام ماموریت څخه درس نه دی اخیستی او لا هم غواړي د افغانستان لانجه په خپل مزاج برابره حل کاندې چې دا کار نورهم د هغې د لانجمن کیدو او د افغانستان په شمول د سیمه ییزې بي ثباتي لامل کیږي.

avatar
4 د تبصرو شمېر
4 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

داچي پاک الله(ج) خيرالماکرين دی د امريکايانو په نورپاته کيدوکي به هم د افغان مجاهدينو خيروي. يوخوداچي د دوی جهاد به جاري وي. د دوی خواخوږي به نورهم ډيرشي او صفونه به يې لا پسي کلک او مضبوطه شي. امريکا به نوره هم ضعيفه او په سيمه کي به نوره هم منزوي شي. غلام دولت به نورهم رسوا او بي حيثيته شي. داچي امريکايې نظام د څو سرمايدارو لخوا اداره کيږي او دا سرمايداران خپلې ګټې په جګړوکي لټوي، په پای کي به امريکايې بيده ولس هم پدی پوه شي چي پدی اوږدې جګړې کي چا ګټه او چا تاوان… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

وایی په مرستون کی دوه لیونیان دسرخیلویعنی نایی څخه ډیرتنګ وو دوولیونیانومشوره وکړه یوه ورته وویل زماپه سرکی میخ راټکوهه نایی چه زماسرخریی چاړه به یی پرمیخ پڅه سی کم وخت چه هابل میخ پرټکواهۍ اول یی لاس ونیوۍ ورته ویویل که سوټک خطاسوزماپر سرومښتۍ.داهم تاسی دافکرنکوۍ چه طالبان مری اولادونه نلری ښځی نلری زاړه موراوپلابه نه لری داټول ددغه مجاهددمرګ اوشهادت په وا سطه بی وارسه کیږی څشی به خوری که جمیل صاحب ته داسی نریی چه چاره یی وکی زه ویب والاته حیران یم داستابی منطقه بیان یی څنګه خپراوۍ.

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

اڅکزی صاحب سلامونه، افرین بهترینه تبصره د لیکلی ده.جمیل ګل داسی فکر کوی چه طالیبان هیڅ نه لری،او نه درد احساس کوی ج.جمیل ګل فکر کوی طالیبان د جنګ ماشینونه دی،نه مور ،نه پلار نه ورور او نه اولادونه لری، جمیل ګل خپل اولادونه له پاکستان پښاور فقیراباد څخه لندن ته د جنګونو ،ګرمیو د لاسه لندن د دجال ته پناهندګی ته ور وړسول.اوس په خپله په ارامه ناست ،د افغانانو په منځ کی تیږی ټکوی. جمیل ګل هر څه دی.په سل نو مونو تبصری لیکی.فتوا ،قومانده ،ټاپه دا ټول د ده کارونه دی. په یوه تبصری کی هم افغانانو… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

زه ګومان نه کوم چې جميل صاحب به د امريکايانو د پاته کېدو تمه کړې وي.

که خدای مکړه د پاته کېدو حماقت وکړي نو بيا خو واضح خبره ده چې د فلاح يوازينئ پاتې لاره همدا روان مقاومت دی.

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

« مونږ دا منو چې افغان سرتیري د جګړې په لومړۍ کرښه کې درانه تلفات ورکوي، خو په نتیجه کې یې د نړۍ په یوه بله برخه (امریکا) کې بیا نور خلګ د په اصطلاح تروریستي پیښو له خطر څخه په امن دي». نو له دې څخه خو معلوميږي چي امريکايانو دلته جګړه د خپلو ملي منافعو لپاره توده کړې ده او د افغان پوځ او نورو د نظامي چارو لګښتونه چي پرې کوي دا د دې لپاره دي چي په بدل کي يې افغان سرتيري د امريکايانو د خونديتوب لپاره وجنګيږي او د هغو بلاګردان سي. همداراز له دې… نور لوستل »

الحاح استاذ بیانزی
میلمه
الحاح استاذ بیانزی

امریکا د نظم نوین جهانی ( نړیوال یهودی استعمار ) له خوا له اوله ورځی په همدی بنسټ جوړه شوی چه ټوله نړی به فتح او نړیواله شاهنشاهی به جوړوی په اخری دری څلورو پیړیو کی یی د همدی نامقدسه هدف د پاره ډیری هلی ځلی کړی او دیری لاسته راوړنی لری. له تاسیسه تر اوسه یی تر ۶۰ زیاتو هیوادو یرغل کړی په هر هیواد کی چه غیر عادی څه رامنځته کیږی د امریکا په لاس وهنه وی او که خپله هم وی امریکا یی د خبلو ګټو د پاره عیاروی ، د امریکا هر جمهور ریس د نظم… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

محترم استاد بيانزی صاحب په ماشومتوب کې به مو په خښتو ساتيري کوله، هغه داسې چې خښتې به مو په يوه خط په لنډه فاصله کې په ولاړه درولې او په دې وخت کې به د سر هغه ولاړه خښته د هوا په سبب يا د بل سيال او همزولي په لاس د نورو په طرف را چپه کړل شوه او ټولې ولاړې خښتې به يو په بل پسې ونړېدې، او ددې وخت او فرصت به نه وو چې د خښتو تنظيموونکی کس دې د ولاړو خښتو د نړېدو مخه ونيسي. استعماري ځواکونه هم همداسې چپه کيژي يانې چې څومره… نور لوستل »

سلام
میلمه
سلام

غوربندی صاحب ، که ځواب درته لیکم توری به یی لا پسی کوچنی شی دلته به یی په اړه درسره وغږیږم : دغه ټول کایناتو سره که زمکه پرتله کړی په ذره بین کی به هم ونه لیدل شی او بیا مونږ که د نورو حیواناتو او محتویاتو سره پرتله شو ډير کم به یو ، الله ج دغه ټول کاینات په یو ( کن ) سره په ډیره منظمه توګه ( چه هر مخلوق پکی خوشاله دی ) جوړ کړی. نو دغه استعماری قدرتونه څه دی چه د الله ج سره به جنګ کوی مګر احمقان . بیا د… نور لوستل »