درې ولایتونو کې ۳۸ امنيتي سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹لېندۍ، ۱۳۹۷ل): په خوست، فارياب او فراه ولایتونو کې له طالبانو سره په جګړه کې ۳۸ تنه دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د خوست امنيتي چارواکي وايي چې تيره شپه ددې ولایت په يعقوبيو ولسوالۍ کې د طالبانو او دولتي عسکرو ترمنځ په جګړه کې ۱۰ دولتي عسکر وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د خوست د امنيه قومندانۍ د امنيت امر سمونوال سيد احمد بابازي رسنيو ته ویلي چې تيره شپه د يعقوبيو ولسوالۍ په ګريګري سيمه کې د امنيتي ځواکونو په يوې پوستې طالبانو بريد وکړ چې به نتيجه کې يې ۱۰ عسکر ووژل شول او درې نور ټپيان شول.

بل لور ته په فراه او فارياب ولایتونو کې هم له طالبانو سره د جګړې پر مهال دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د فراه د ولایتي شورا مرستيال شاه محمد نعيمي رسنيو ته ویلي دي چې طالبانو تيره شپه ددې ولايت په مرکز حومي د سورکلي په ښوونځي کې د امنيتي عسکرو په پوسته بريد وکړ چې په کې ۱۲ تنه پوليس ووژل شول او پوسته د طالبانو لاس ته ورغله.

د فراه د امنيه قومندانۍ وياند محب الله محب هم جګړه تائيد کړه او زیاته يې کړه چې په دې جګړه کې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو ویاند قاري يوسف احمدي هم وايي چې د فراه ولایت مرکز کې له پوليسو سره په نښته کې يې ۱۲ پوليس وژلي او دوه نور يې له ۱۵ ميله سپکې او درنې وسلې سره طالبانو له ځان سره بيولي دی.

بل لور ته د فارياب ولايت د المار ولسوالۍ په مرکز هم طالبانو بريد کړی دی چې د اربکيو د يو قومندان په ګډون يې ۸ پوليس وژلي او پنځه نور يې ټپيان کړي دي.

د المار ولسوالۍ سرپرست سيد محمود مطهري د اربکی قومندان او ۸ پوليسو د وژل کېدو خبرونه تائيد کړل او زياته يې کړه چې په دې نښته کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده خو د کره شميرې په اړه يې څه ونه ويل.

مطهري وويل چې په سيمه کې ځينې عسکر لاهم کلابند دي چې که اضافي سرتيري ور ونه رسيږی نو د امنيتي عسکرو تلفات به نور هم زیات شي.

هغه وويل چې ډير ژر به د طالبانو په وړاندې د هوايي او ځمکنيو ځواکونو ګډ عمليات پيل شي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د