افغانستان

افغان حکومت ته د خلیلزاد جدي ګواښ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹لېندۍ، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د طالبانو سره د مذاکراتو لپاره د امریکا خاص استازي زلمی خلیلزاد افغان حکومت چارواکو ته ګواښ کړی چې د امریکا او د نوموړي د هڅو څخه دي کلک ملاتړ وکړي او خپله ارزو دي د امریکا پر دوامداره نظامي ملاتړ نه تړي.

د روسي اژانس «سپوتنیک» د راپور سره سم خلیلزاد چې په افغانستان کې د سولې پروسې د پیل لپاره سرګردان دی، د امریکايي رسنۍ سټار اینډ سټریپس سره یې په مرکه کې افغان چارواکو ته ګواښ کړی او غوښتنه یې کړې چې دوی باید په افغانستان کې د امریکا د هڅو څخه ملاتړ وکړي.

د سرچینې په حواله خلیلزاد ویلي: «مونږ غوښتنه لرو چې په افغانستان کې نور جګړه او شخړه ختمه شي، دا د ټولو اړخونو لپاره یو فرصت دی چې باید استفاده ځیني وشي او د سولې په اړه دي د امریکايي هڅو ملاتړ وکړي».
نوموړي زیاته کړې: «هغه کسان چې په افغان دولت کې دننه د سولې پروسې سره همنظري نه لري، هغوی باید د امریکا پر دوامداره نظامي شتون باندي حساب ونه کړي».

د افغانستان حکومت تر اوسه د خلیلزاد د وروستیو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو په دې وروستیو کې ولسمشر اشرف غني د جینوا په کانفرانس کې ویلي وه چې تر چټکې سولې داسي سوله بهتره ده چې په کراره راسي او تر ډېره دوام وکړي.
اشرف غني په دې وروستیو کې د سولې لپاره د سولې شورا څخه لیري یو بل دولتي ټیم هم جوړ کړی او د راتلونکو ولسمشریزو لپاره احتمالي کاندید «عمر داودزی» یې د سولې لپاره د اجماع را منځته کولو په برخه کې خپل خاص استازی او د سولې شورا دارالانشاء رئیس ټاکلی دی.

طالبان چې تر اوسه یې د کابل حکومت سره د مخامخ خبرو څخه انکار کړی دی او ویلي يې دي چې د حکومت څخه پرته د ټولو سیاسي جریانونو او احزابو سره په اړیکه کې دي او د سولې او د افغانستان د آینده په اړه ورسره بحثونه کوي.

په دې وروستیو کې داسي راپورونه هم ورکول شوي چې د جمعیت اسلامي په ګډون د سیاسي احزابو یو هیئت هم تشکیل شوی تر څو د طالبانو سره مذاکرات پيل کړي. خو د سپوتنیک اژانس په وینا ولسمشر اشرف غني تل د احزابو، مشرانو او ولسي جرګې غړو او نورو جهتونو له لوري د سولې هڅې نادیده نیولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x