مبارک دې آزادي شه!

ابو احمد أسیر

بیا د وخت موسی ولاړ په کوه طـور دی

را روان له ستـرو فتحو نه ډک نــور دی

د ځواکمن مستکبر  زور اوبه اوبه شو

نـن فـرعــون رالــوېـدلـی لــه غـــرور دی

مبــارک دې ازادي شــه ګــران هیــواده

نور که خدای کول په برخه دې سرور دی

مـوږ سـرټیـټي همېشه یو یوه خدای ته

بـس قـرآن مـو د اهــدافـو  یـو مـنشور دی

بـل تـه تـل هســکـه  غـړۍپـه ټټــر ګرځو

راتــه پــاتـه لــه بـابـا دغـــه دسـتــــور دی

بـلاګــۍ دې پـه اسیــر شــه عـالیـقـدره

پـټ ساتلی یـې پـه زړه کې ستاانځور دی

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د