افغانستان

د پنځو نورو ولایتونو د ټاکنو پايلې اعلان شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو خپلواک کمیسيون د تير په څېر دا ځل بيا د ولسي جرګې د ټاکنو د پنځو نورو ولایتونو لومړنۍ پايلې اعلان کړې.

د ټاکنو خپلواک کمیسيون مشر عبدالبديع صياد څو شيبې وړاندې په کابل کې د بلخ، پکتيکا، لوګر، بدخشان او فارياب ولايتونو لومړنۍ پايلې اعلان کړې.

په اعلان شويو لومړنيو پايلو کې له بلخ ولايت څخه غلام عباس ابراهیم زاده، عبدالحمید شریفي، احمدشاه رمضان، محمد علي محقق، معلم خان ازادي، سید ظاهر مسرور، رییس عبدالخالق، ګل رحمان همدرد، سیفوره نیازۍ، حمیده فوزي، او برېښنا ربېع بريالي شوي.

له پکتیکا ولايت څخه محمد میرزا کټوازی، الحاج محمد داود کټوازی، نادرخان کټوازی او هیله مجتبی، له لوګر ولايت څخه محمد اسماعیل صدیقي، وفي الله افتخار، انجینیر محمد اصف نبيزی او هما احمدي بريالي شوی.

له بدخشان ولایت څخه ولسي جرګې ته په لومړنيو پايلو کې عبدالرؤف انعامي، عبدالشکور واقف حکيمي، حجت الله خرد مند، عبدالولي نيازی، مولوي ذبيح الله عتيق، فضل عظيم مجددی، ډاکټر احمد ضياء يفتلي، نيلوفر ابراهيمي او صديقه اديب بريالي شوي.

همدا راز له فاریاب ولایت څخه حشمت الله ارمان، رسول فاریابي، هاشم خان، سید بار جمال، سنجر کارګر، محمد انور باشلیق، رنګینه کارګر، شفیقه سخا یولچی او فوزیه روفی بريالي اعلان شوي دي.

ددې سربيره د پلازمينې کابل په ګډون د اتو نورو ولایتونو د ټاکنو لومړنۍ پايلې لا نه دي اعلان شوي چې په کې کندز، بغلان، ننګرهار، کندهار، هلمند، هرات، او پکتيا ولایتونه شامل دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x