نړۍ

پاکستان: تېرو لسو میاشتو کې نژدې ۹۰۰ کسان ورک شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹لیندۍ، ۱۳۹۷ل): په پاکستان کې د ورک شویو کسانو د بیا موندلو کمېسیون وايي «یوازې په تېرو لسو میاشتو کې شاوخوا ۹۰۰ کسان ورک شوي.»

ددې کمیسیون له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، سږ کال د ورکو شویو کسانو شمېر د تېرو څلورو کلونو په پرتله تر ټولو لوړ دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې، په ۲۰۱۵ میلادي کال کې له دوی سره د ورکو شویو کسانو ثبت شوی شمېر ۶۴۹ ، په ۲۰۱۶ کې ۷۲۸ ، په ۲۰۱۷ کې ۸۶۸ ، خو سږ کال دا شمېر ۸۹۹ ته رسېدلی، چې دا د تیرو څلورو کلونو په پرتله تر ټولو لوړه شمېره ده، سره ددې چې په یاده شمېره کې د دسمبر او نومبر په میاشت کې نادرکه شوي کسان شامل نه دي».

په پاکستان کې د ورکو شویو کسانو پړه تر ډېره حده ددې هیواد په څارګرې ادارې او فوځ باندې اچول کېږي.

څو ورځې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم ددې هیواد له یوې رسنۍ سره په مرکه کې وویل چې، د ورکو شویو کسانو په اړه یې د پوځ له مشر سره خبرې کړي او هغه ورته ډاډ ورکړی چې ځینې کسان یې آزاد کړي او د ځینو نورو په اړه تحقیقات کوي، که کوم جرم ورباندې ثابت نه شي زر به یې خوشي کړي.

یاده دې وي چې څو ورځې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر «منظور پشتین» له رسنیو سره په مرکه کې ویلي وو چې د دوی له لوري ریاست ته د شاوخوا لس زره هغو ورکو شویو کسانو لست سپارل شوي چې په تېرو څو کلونو کې له پښتني سیمو ورک شوي.

د پاکستان بل ستر ایالت «بلوچستان» دوهم هغه ایالت دی چې تر ټولو ډېر کسان ترې تري تم شوي، په دې ایالت کې
واکمن ګوند «بلوچ نېشنل پارټي » مشر «اختر مینګل» وايي، په بلوچستان کې د هغو کسانو شمېر چې تر اوسه ورک شوي شاوخوا شپږ زرو ته رسېږي، هغه د پاکستان له حکومته غوښتي وو څو د یادو کسانو د دوسیو د څېړلو لپاره باصلاحيته کمېسیون وټاکي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

،،،،،،،،،،،،،،،،،زما ارمان…………..
پاکستان څلور برخو ویشمه…………..د پنجابی تور مخ نور ورپسی تورمه.
پنجاب تکه تکه کومه……………..کور په کور یی په بدی سره اچومه
بلوچستان په امان اذاد ومه……….دبلوچو دا ارامان پوره کومه
سنده مختلفو خلکو ته ورکومه………ډولونه سیریندی په کی وهمه
پښتانه ځان سره کومه………….د دجال ډیورند کرښه ړنګومه

سلام

د امریکا تر اشغال او دشمنیو،وژنو، په نشه توکو د ۴۰ لکو ( ۴ میلونو ) ځوانانو ، بډایانو ، سیاسرو او ماشومانو روږدیدلو ، زمونږ له هیواده د نشه توکول نړیوال مارکیت جوړیدلو او د ممنوعه وسلو کارولو نړیوال لابراتوار او تمرین ګاه جوړولو، ( وژل او بی عفتی خو په خپل ځای بریږده )د افغانانو وینه تویول ارزانه او اسانه دی ، تر ډی تولو غمی صاحب او نورو ملګرو ته یی د پاکستان دشمنی او د طالبانو سره لاس اړونه ( که لری یی ) ډیره زیاته ده یعنی که پاکستان نه وی طالبان به نه وی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x