څوک چي په ټولنيزو رسنيو کي د خپل عکس د خپرېدو سره مينه لري دا کرښي دي ولوي؟

له بهرنيو سرچينو څخه د عبدالمالک همت ژباړه

په دې کي شک نسته چي ټولنيزي رسنۍ د واټنونو په نژدې کولو او د دوستانو، ملګرو او د کار د همکارانو سره د اړيکو د چينلونو په پرانيستلو او رامنځ ته کولو کي ډول ډول ګټي لري. خو که تاسي له هغو کسانو څخه اوسئ چي په ډېره زياته کچه د ټولنيزو اړيکو له وسايلو سره مينه لرئ او خپل ډېر او ډول ډول عکسونه پکښي خپروئ، نو لاندي کرښي ولولئ.

نوو علمي څېړنو جوته کړې ده چي په ”فيسبوک“، ”انسټاګرام“، ”ټويټر“ او ”سناپ چاټ“(Snapchat)کي په زياته او افراطي توګه د تصويرونو، په تېره د سيلفي تصويرونو خپرول ښيي چي په خپروونکي کي يې د يو ډول ناروغۍ اعراض او علايم شتون لري کومه چي په انګرېزي (narcissism) او په عربي ژبه (النرجسية)ورته وايي. دا ناروغي د خپل ځان سره عشق، يا ځان پرستي يا هغه اروايي کيفيت دی چي په هغه کي انسان خپل ځان بشپړ او کامل ګڼي او په هغه کي محو سوی وي.

په دې اړه په ”ميډيکل نيوز ټودې“Medical News Today کي په خپره سوې مقاله کي ليکي: د څېړني پايلي څرګندوي چي کوم کسان د ټولنيزو اړیکو په وسايلو کي زيات شمېر شخصي عکسونه خپروي په هغو کي د narcissism د ناروغۍ ۲۵ سلنه نخښي شتون لري. په هغه څېړنه کي چي پايلي يې په “Psychology Today” خپرونه کي خپرې سوي دي راغلي دي چي د برتانيې د “سوانسيا”   Swansea پوهنتون او د ايټاليې د “ميلانو Milan”پوهنتون يوې ډلي څېړونکو د دې څېړني ۷۴ تنه ګډون کوونکي چي عمرونه يې د ۱۸  تر ۳۴ کلونو پوري وه تر څلورو مياشتو پوري تر دقيقي ازمويني لاندي ونيول.

د څېړني په دغه موده کي له دغو ګډون کوونکو څخه په سلو کي ۶۰ ”فيسبوک“، ۲۵”انسټاګرام“ او ۱۳ يې ”ټويټر“ او ”سناپ چاټ“ کارولی وو.

له دوی څخه د رسمي کار له ساعتونو پرته هر يوه په منځنۍ توګه د ورځي شاوخوا درې ساعته ټولنيزي رسنۍ کارولي وې، خو له هغو څخه ځينو نورو دغه رسنۍ د ورځي تر اتو ساعتو کارولي وې .

څېړونکو د خپلو څېړنو په بهير کي وموندل چي له دغو ګډون کوونکو څخه چي چا په دغو رسنيو کي زيات شمېر عکسونه خپاره کړي وه، په هغو کي د narcissism  ناروغي ۲۵ سلنه موجوده وه. خو په هغو ګډون کوونکو کي چي په دغو رسنيو کي يې د خبرو په ليکلو بسنه کړې وه، د دغي ناروغۍ هيڅ اعراض پکښي ونه ليدل سول.

البته دغي ناروغۍ ته هغه کسان ډېر تمايل لري چي ده ته د نورو کسانو د خوښونو د ليکلو سره زياته مينه لري او په عين وخت کي د ځان خوښوني سره هم مينه لري.

په دغه ناروغي اخته کس د دې لپاره چي ځان مهم وښيي دې ته پناه وروړي چي نور کسان د ده د غرور د ارضاء لپاره استخدام کړي او پام يې ځان ته واړوي. خو داسي کسان هم سته چي په دغه ناروغي اخته وي اما له دغو لارو چارو څخه کار نه اخلي.

د عکسونو خپروونکی ناروغ چي وويني د عکسونو خپرول يې په لږ وخت کي کيږي او تر خپرولو وروسته خلک د څو ورځو لپاره پرله پسې د خوښيو ډول ډول تعليقونه ورته ليکي، نو دې ته وهڅيږي چي نور عکسونه هم خپاره کړي، څو نور داسي خوښۍ او تعريفونه ترلاسه کړي چي غرور يې نور هم ارضاء کړي او په عين وخت کي يې بې له دې چي دی پوه سي په يوه ځان پالي شخص واړوي.

په هر صورت په دې اړه څېړونکي وايي چي دا موضوع نورو زياتو څېړنو ته اړتيا لري، خو د دې اوسنۍ څېړني پايله دغومره کولای سي چي پر هغو منفي اغېزو رڼا واچوي چي ټولنيزي رسنۍ يې  د وګړو پر شخصيت اچوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د