د افغانستان د جنګ اصلی عاملین څوک دی ؟ امریکا که طالبان

لیکونکی: سیف کاکړ

چیګویرا خو طالب نه وو امریکا ولی هغه وواژه ، په ویتنام کی خو طالبان نه وو نو ولی یی په ویتنام حمله وکړه او ۱۳۵۳۰۰۰ انسانانا یی ووژل ، عراق کی خو طالبان نه وو ولی یی په عراق حمله وکړه ، په سوډان کی خو طالبان نشته ولی امریکایان هلته مداخله کوی ، په سوریه کی خو طالبان نه وو ولی امریکا هلته وینی وبیولی ، په نایجریا او سومالیه کی خو طالبان نشته ولی یی هلته اډی جوړی کړی ، مرسی خو طالب نه وو، په امریکا کی د پوهنتون استاد پاتی شوی وو او په غوڅ اکثریت رایو کامیاب شوی وو،نو ولی همدی امریکایانو د هغه حکومت نسکور کړ ،لیبیا کی خو طالبان نه وو ولی یی لیبیا کی مداخله وکړه او لیبیا کی یی کورنی جنګونه شروع کړل،  قذافی خو هم طالب نه وو او دیموکرات کس وو ولی یی د هغه حکومت نسکور کړ او د خلکو په واسطه یی په سوکونو وواژه ، د CIA عمومی ریټایرډ مشرجون سټاک ویل وایی ، مونږ  په دریمه نړی هیوادونو کی شپږ میلیونه انسانان وژلی هغه شپږ میلیون انسانان خو طالبان نه وو نو بیا ولی ووژل .  http://www.informationclearinghouse.info/article4068.htm) )

ساده خبره ده هر هغه څوک چی د امریکا د ګټو خلاف وی هغه د امریکا ستر دشمن دی

د طالبانو اسلامی امارت په داسی وخت کی په افغانستان کی راپورته شو چی ټول افغانستان وحشتونو نیولی وو ، بس ګران هیواد مخ په ټوټه کیدو روان وو او دوی یی مخنیوی وکړ ، طالبانو په ټول هیواد کی داسی پروژی عملی کړی چی اوس امریکا او دولت یی په ملیاردونو ډالرو هم نشی عملی کولی ، لکه د قضاء او قانون خدمات ، د تریاکو مخنیوی او داسی نوری پروژی هو یو څو اقتصادی پروژی شاید نه وی هغه هم ځکه نه وی چی وخت ورسره یاری ونه کړه ،

د لاسپوڅو په وینا د طالبانو اصلی مرکزونه او ۳۶ ټریننګ سنټرونه ( تربیتی مرکزونه ) په پاکستان کی دی ، اسامه ایبټ اباد کی ووژل شو ، ملا منصور کویټه کی ووژل شو نو دا ټولی خبری مونږ درسره ومنلی نو اوس خو امریکا ته په کار ده چی نهه نظامی اډی په پاکستان کی جوړی کړی نه په افغانستان کی ، نو اوس خو په کار دا ده چی امریکا دی ړندی بمباری او شپی چاپی دی د  پاکستان په کراچی ، کویټه،لاهور او پيښور ښارونو کی وکړی نه د افغانستان په بیچاره ښارونو کی

یاره ستاسو عجیبه انصاف دی ستاسو په وینا د طالبانو اصلی مرکزونه په پاکستان کویټه ښار کی دی خو امریکا دی بمباری د افغانستان په پکتیا او وردګو ښارونو کی کوی

د لاسپوڅو په وینا پاکستان طالبان روزی او پاکستان کی طالبان ۳۶ تربیتی مرکزونه لری نو بیا عجیبه ده چی همدا ګوډاګیان ورته ګوری او امریکایان بمباری په وردګو او ننګرهار کی کوی ، ګوډاګیان دی د خپلو بادارانو ته ووایه چی وروره د طالبانو ټریننګ کیمپونه په کراچی او کویټه کی دی او ته بمباری په وردګو او ننګرهاریانو بیچاره ګانو کوی ، یاره اوس به ته وایه چی ننګرهار او د وردګو په کورونو کی طالبان پټ وو نو ځکه یی بمبار کړل، اول خو تر اوسه یو طالب په دی ړندو بمباریو او د شپی په چاپو کی نه دی شهید شوی ، دوهم که ننګرهار او وردګو کی د طالب په نوم بمباری کولی شی نو بیا ولی همدا غربی وحشیان او ګوډاګیان یی چی په هره وینا کی وای چی پاکستان کی د طالبانو ۳۶ تربیتی مرکزونه دی په هماغه ځایونو ولی بمبار نه کوی ، همدا ګوډاګیان هر وخت وایی چی کراچی ، لاهور او پيښور کی د طالبانو مرکزونه دی ، نو دا همدا امریکایان دی هم په کراچی ، لاهور او پيښور کی د شپی چاپی شروع کړی او ړندی بمباری دی وکړی کنه

د امریکائی وحشیانو لویه دعوه دا وه ( او د اوسنی دولت پلوو کسانو هم دا دلیل دی ) چی اسامه ته طالبانو افغانستان کی پناه ورکړی وه نو ځکه یی په افغانستان یرغل وکړ ، شه سمه ده ، مونږ درسره ومنله چی اسامه د دی حملی علت وو ، نو که اسامه د دی حملی علت وو نو اول خو طالبانو اخری ورځو کی بلکل دا نه منله چی اسامه افغانستان کی شته ، دوهم که اسامه د دی حملی علت وو نو بیا خو چی اسامه ایبټ اباد ښار ( پاکستان) کی پیدا شو نو په کار خو دا وه چی امریکایانو سمه ډیره بمباری د ایبټ اباد په ښار کړی وه او هلته یی فوځی اډه هم جوړه کړی وه ، اسامه په ایبټ اباد کی ووژل شو ، خو بمباری به امریکایان په غزنی او پکتیا کی کوی ، عجیبه انصاف دی ، اسامه ایبټ اباد کی ووژل شو خو اډه په کابل او کندهار کی غواړی د القاعده په ضد

وایی که طالبان جنګ بس کړی نو امریکایانو ته هیڅ دلیل نه پاتی کیږی چی دلته پاتی شی ، او امریکا به خپله د افغانستانه نه ووځی ، نو وروره سعودی کی خو جنګ نشته نو امریکا خپلی اډی ولی نه وباسی ، اردن کی خو جنګ نشته نو امریکا خپلی اډی ولی نه وباسی ، په دوبی کی خو جنګ نشته نو امریکا ولی خپله اډه نه وباسی .

اصلی مسئله زمونږ او یا ستاسو په دلایلو کی نه ده ، مسئله ستا په غلام سوچ کی ده ، که ته د غلامی سوچ نه راووځی او ازاد فکر وکړی نو ته به هم ضرور دا دلایل په سر او سترګو ومنی او اصلی د جنګ عاملین به امریکایان وګڼي ، مونږ چی کله د امریکایانو وحشتونه بیانوو نو اول همدا تاسو وئ چی رنګونه مو سره شی او د امریکایانو مفت وکیلان جوړ شی او د امریکائی هر وحشت لپاره به په زرګونو دلایل وایاست او هر وحشت ته به یی خیاطی کوئ.

avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لونګ
میلمه
لونګ

اصلی عاملان د جنګ په افغانستان کی امریکایان و پنجابیان دی. که امریکا او پنحابیان وغواړی نو سبا به دلته سوله راځی. طالبانو که زور درلودای نو د امریکایانو د حملی پر وخت به یی منډه نکوله. ټول یی په یوه هفته کی له افغانستان نه ورک کړل. خو پنجابیانو دوی بیا وروزل او اوس د هغوی د مټو پر زور ورسره ازبک، عرب چیچین او پنجابیان دی چی زمونږ وطن کی یی جنګ روان ساتلی.

غوربندي
میلمه
غوربندي

لونګ صاحب که ستا دا له منطقه خالي خبره ومنو چې په افغانستان کې له امریکایانو سره پنجابیان ډغرې وهي نو ایا د یرغلګرو تر حمایت لاندې د خپل ځان، عسکر، اربکي او دفتري د بې غیرتۍ کچه تخمینولای شې!‌؟؟ که راتلونکی تاریخ ستا په پوچو تبلیغاتو ولاړ قضاوت وکړي نو به داسې ولیکي: امریکایانو د لسګونو هیوادونو په ملاتړ په افغانستان یرغل وکړ، افغانان چې پخوا غبرتي او د اشغالګرو په وړاندې په نه ماتیدونکي مقاومت کې مشهور وو، دا ځل نه یوازې دا چې د امریکایانو په وړاندې ایستادګي ونکړه بلکه دومره بې غیرته شول چې پرديو پنجابیانو… نور لوستل »

سیلاب
میلمه
سیلاب

لونګ جانه ! ستا له خبرو معلومیږی چه د غلامی اداری غړی نه یاست . راسا د ناتو او امریکا شهریت لری پشتو ژبه دی زده کړی مونږ به تاسی سره د یو اشغالکر په حیثیت برخورد وکړو . د مقابلی دواړه اړخونه یو بل ته لاپی وهی خلک د مقابلی اخری نتایجو باندی حساب کوی چه څوک ګټونکی او څوک بایلونکی دی ؟ ګټونکی اړخ د روغی جوړی د پاره مقابل اړخ ته ننواتی نه کوی. دا چه تاسی وایاست طالبانو ځکه ګټلی چه پاکستان ورسره ملتیا لری د امریکا د پاره چه ۴۸ هیوادونه ورسره ملګری دی د… نور لوستل »