ورزش

افغانستان د ایمرجینګ اسیا جام سیالۍ کې عمان ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹ لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د هند او سرېلنکا څخه له پرلپسې دوه ماتو وروسته د افغانستان لوبډلې په ایمرجینګ اسیا جام درېیمه سیالۍ کې عمان لوبډلې ته ماتې ورکړه، خو دغې ماتې افغانستان لوبډله له سیالیو ونه ژغورله.

د افغانستان او عمان ایمرجینګ لوبډلو ترمنځ نن دوشنبه درېیمه سیالۍ ترسره شوه چې په کې افغانستان لوبډلې عمان لوبډلې ته د ۱۱۲ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه، خو بیا هم افغانستان لوبډله له سیالیو بهر شوه.

په دغه لوبه کې لومړی توپوهنه د افغانستان لوبډلې وکړه چې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۲۵۳ منډې جوړې کړې، لوبډلمشر نجیب ځدراڼ زیاتې ۸۳ منډې جوړې کړې، قیس احمد هم نیمه سلیزه ووهله او ۶۶ منډې يې جوړې کړې.

په ځواب کې د عمان ټوله لوبډله په ۱۴۰ منډو جوړولو وسوځېده، د افغانستان لخوا په توپ اچونه کې کریم جنت، ضیاء الرحمن او نجیب ځدراڼ ۲-۲، قیس احمد، عظمت الله او شاهد الله کمال ۱-۱ ویکټه واخیسته.

نجیب ځدراڼ په دوه ویکټو ترلاسه کولو او ۸۳ منډو جوړولو د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو، نوموړی په لومړیو دوو سیاليو کې ښه نه و ځلیدلی چې د ماتې لامل یې هم شو.

ددغو سیالیو په ترڅ کې چې په سرېلنکا کې ترسره کیږي، افغانستان دوه لوبې بایللي له سیالیو څخه بهر شوه، بنګلدیش او سرېلنکا، پاکستان او هند لوبډلې به په ۱۳م دیسمبر نیمه پایلوبې ترسره کوي، پایلوبه به د دیسمبر په ۱۵مه ترسره شي.

یاده دې وي چې افغانستان لوبډلې په لومړۍ سیالۍ کې له هند او په دویمه سیالۍ کې له سرېلنکا څخه ماتې وخوړه چې له کبله یې لوبډله له سیالیو بهر شوه، په دې لړ کې هغه لوبډلې چې دوه دوه سیالۍ یې ګټلي نیمه پایلوبې ته لار موندلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x