ټکنالوژي

چین د ایفون مبایل په پلورلو بندیز ولګاوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹ لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د امریکا ټکنالوژي شرکتونو «کوالکوم» او «ایپل» ترمنځ د روان کړکیچ له کبله د چین محکمې په دغه هېواد کې د ایفون ځیرک مبایل په پلورلو بندیز لګولی دی.

یادې محکمې په یوه بیان کې ویلي چې د «انټر میډیټ پيپلز پارټ کوالکوم» په غوښتنه دوی په چین هېواد کې پر ایفون ۶ ایس، ایفون ۶ ایس پلس، ایفون ۷، ایفون ۷ پلس، ایفون ۸، ایفون ۸ پلس او ایفون ایکس په پلورلو د بندیز امر کړی دی.

له تیرې یوې مودې راهیسې د ایپل او کوالکوم شرکتونو د امتیازي حقوقو ترمنځ شخړې روانې دي چې بالاخره د چین محکمې ایفون، د کوالکوم سافټ ویرو امتیازي حقوقو په سرغړونې ګرم ګڼلی.

د کوالکوم شرکت وکیل ډون روژن برګ په خپل بیان کې ویلي چې «ایپل زمونږ له ذاتي ملکیت څخه ګټه پورته کوله او د جرمانې ورکولو څخه یې هم انکار کړی و».

چین هېواد یو له هغو هېوادونو څخه دی چې زیات وګړي یې د ایفون ځیرک مبایلونه استعمالوي، او د نوي مبایل په راتلو یې په لومړۍ ورځ سټورونو ته کتارونه خلک انتظار باسي، که چیرې یاده پېښه دوام ومومي د ایپل شرکت به له ستر تاوان سره مخ شي.

د کوالکوم شرکت له امریکي چارواکو هم غوښتنه کړې تر څو د یادې ستونزې له کبله په امریکا کې د ایفون په پلورلو بندیز ولګوي خو امریکې چارواکي دغې غوښتنې منلو ته تیار نه دي.

یاده دې وي چې تېره اوونۍ د چینايي «هواوې» کمپنۍ د مالي چارو مشره د امریکا په امر د کاناډا پولیسو نېولې وه او تېره جمعه یې محکمې ته حاضره کړه، چې وروسته چین هېواد ددغې پېښې په اړه د امریکې پر وړاندې توند غبرګون ښودلی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x