ورزش

په بیګ بیش لیګ د ټاس «پچې» ویشتلو حیرانونکې لار غوره شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د استرالیا بیګ بیش لیګ په راتلونکې اتکم پړاو کې د ټاس ویشتلو عامې لارې پر ځای نوې حیرانونکې لار غوره شوې ده.

په راتلونکې بیګ بیش لیګ کې به اوس د لوبډلو مشران د پچې ویشتلو لپاره د سکې پورته کولو پرځای بیټ پورته کوي، او د «هیډ» یا «ټیلز» پر ځای به د «هلز» او «فلیټ» (د بیټ ښي او چپ خوا) اواز کوي.

د استرالیا بیګ بیش لیګ مشر کم مک کونی د پچې ویشتلو نوې لاره په زړه پورې ګڼلې، او زیاته کړې يې ده چې د کور کلي په کوڅو کې به د پچې ویشتلو لپاره دغه لار غوره کېده، چې په یاد لیګ کې به یې تجربه د مینوالو د خوښۍ سبب وګرځي.

د استرالیا بیګ بیش لیګ سیالۍ د روان کال دیسمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه پېل کیږي چې په کې درې افغان لوبغاړي (محمد نبي، راشد خان او مجیب ځدراڼ) ګډون کوي.

محمد نبي او راشد خان د خپلو زړو لوبډلو (میلبورن رینیګیډز او ایډلیډ سټرایکرز) لخوا لوبیږي، خو نوی لوبغاړی مجیب ځدراڼ به د بریزبین هیټ لوبډلې لخوا لوبیږي، مجیب په یادو سیالیو کې د ګډون لپاره استرالیا هېواد ته رسیدلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x