د هرات والي هم له دندې استعفا وکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰لیندۍ، ۱۳۹۷ل):د هرات والي محمد اصف رحيمي هم له نږدې څلور کاله دندې وروسته د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني ته خپل استعفا ليک لېږلی، خو تر اوسه يې هغه استعفا نه ده تاييد کړې.

ښاغلي رحيمي د خپلې استعفا لامل د هغه شخصي ستونزې او مشکلات ياد کړي او ټينګار يې کړی، چې  له تېر يوه کال راهيسې يې ولسمشر ته خپله استعفا لېږلې ده.

هغه د هرات ا منيت، له خلکو سره ښې اړيکې، د سلما بند پوره کېدل، د هرات د سړکونو  پخه ول، د بېلابيلو پروژو له لارې د هرات ابادي او پرمختګ د خپلې څلور کلنې واکمنۍ لاسته راوړنې بللي دي.

په عين حال کې د هرات د ولايتي شورا مشر کامران عليزي هم د والي په توګه د اصف رحيمي رحيمي کړنې او فعاليتونه ستایلی او زياته کړې يې ده، چې پخواني واليان د ولسي لاريونونو او کمزوري مديريت له امله په خپلو دندو کې پاتې راغلي او له خپلو دندو ګوښه شوي وو.

هراتيان اوس په دې فکر کې دي، چې تر اصف رحيمي وروسته به د هرات لپاره څوک والي ټاکل کيږي.

سره له دې، چې په ټولنيزو رسنيو کې د يو شمېر کسانو نومونه ښکته پورته کيږي، خو تر اوسه د اصف رحيمي پر ځای  بل والي نه دی ټاکل شوی.

د ګډ حکومت په وروستيو کې د استعفاوو لړۍ تونده شوې ده.

څو مياشتې وړاندې د ملي امنيت مشاور حنيف اتمر، په هند کې د افغانستان سفير شيدا ابدالي، په  پاکستان کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخيلوال، د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال حمکت کرزي په ګډون يو شمېر لوړپوړو چارواکو له خپلو دندو استعفاوې ورکړي دي او لامل يې هم تر  ډېره په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې نوماندي او ګډون ښودل شوی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د