ملګري ملتونه: د يمن اويا سلنه خلک له لوږې سره مخ دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال مارک لوکوک ويلي، چې د سعودي په مشرۍ د عربي ايتلاف د جګړو له امله يمن له بشري ناورين سره مخ دی او د دغه هېواد اويا سلنه ولس له لوږې شکايت کوي.

د يمن له سفر وروسته مارک لوکوک په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې  رسنيو ته وويل: «ما ډېرو محاصره شوو يمنيانو سره خبرې کړي، چې د دې وحشي جګړې او کلابندۍ له امله يې ژوند له ګواښونو سره مخ دی، خپل کورونه يې پرېښي، پلرونه، ميندې او ماشومان يې په روغتونونو کې دي او ټول يې ژوند يې  په ډېر بد حالت دی.»

هغه زياته کړې، چې هلته ميليونونه کسان له لوږې، ناروغيو، وېرې، نهيلۍ او نورو ستونزو کړيږي او دوی ټول په يوه خوله د روانې  جګړې د درېدو غوښتنه کوي.

 د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال ټينګار کړی، چې د يمن اويا سلنه خلک، چې اټکل  يې شل ميليونه کيږي، له خطرناکې لوږې سره مخ دي.

هغه د جګړې د ښکېلو اړخونو په اړه ويلي، چې د دوی  د پرېکړو له امله د يمن وضعيت نور هم په خرابېدو دی او ډېر وخت د جګړو او بمباريو له امله محتاجو کسانو د مرستو رسول هم ستونزمن وي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د