افغانستان

يو جرمنی طالب په شپږ کاله بند محکوم شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د جرمني يوې محکمې يو جرمنی طالب له طالبانو سره د ملګرتيا په تور په شپږ کاله بند محکوم کړی دی.

د جرمني د دوسلدروف ايالتي محکمې تيره ورځ «د دسمبر په ۱۰ مه» د توماس ک په نامه یو المانی چې په افغانستان کې د طالبانو په ملاتړ جنګېدلی و په شپږ کاله بند محکوم کړی دی.

۳۷ کلن توماس ک چې په پولينډ هيواد کې زيږېدلی دی او د المان په راينلد فلڅ ښار کې يې ژوند کړی دی چې ورسته بيا د المان په پوځ کې شامل شو، چې بيايې د ناروغۍ له امله له پوځ څخه تقاعد واخيست.

د محکمې د معلوماتو له مخې توماس ک په ۲۰۱۲ کال په اګست کې له طالبانو سره يو ځای شو او پنځه کاله د طالبانو په ليکو کې فعال جنګيالی و، چې د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې يې د ناټو او افغان ځواکونو په خلاف د طالبانو په ملاتړ جګړو کې برخه اخيسته چې د روان زيږديز کال په فرورۍ کې د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې ونيول شو.

نوموړی له نيول کېدو وروسته د اپريل په مياشت کې د جرمني د جنايي جرمونو ادارې (BKA) ته وسپارل شو او هغوی د همدې کال په مئ مياشت کې المان ته يوړ.

توماس ک محکمې ته منلې چې پنځه کاله يې د طالبانو په لیکو کې وخت تير کړی دی او په افغانستان کې يې د بهرنیو او افغان ځواکونو په وړاندې جګړه کړې ده.

د نوموړي محکمه د روان کال په اکتوبر مياشت کې په المان کې پيل شوې وه چې د محکمې له لوري پرې د جنګي وسلو د کنټرولو قانون په نقضولو، له بهرنۍ تروريستې شبکې سره په ملګرتيا او د وژنو په پلان جوړولو تورن شوی و.

د الماني رسنيو د معلوماتو له مخې د المان محکمې ويلي دي چې توماس ک د طالبانو د سرې قطعې غړی و چې دا قطعه له نورو جنګيالي طالبانو څخه ځانګړې پوځې روزنه او ځانګړې وسلې لري.

توماس ک دا هم ويلي دي چې رواني ناروغي لري نو ځکه يې په پنځه ويشت کلنۍ کې له پوځي دندې استعفا هم ورکړې ده، نوموړی په ۱۷ کلنۍ کې مسلمان شوی و.

که څه هم تر دې وړاندې له طالب جنګياليو سره د عرب، چيچن او ازبک او پاکستاني وسله والو د ملګرتيا راپورونه ورکړل شوي
وو، خو دا لومړی ځل دی چې د طالبانو په ليکو کې يو اروپايي د يو جنګيالي په توګه نيول کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x