افغانستان

فارياب کې د لوږې له امله ۹ تنه مړه شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د فارياب ولايت په پشتونکوټ ولسوالۍ کې د فقر او خوراکي توکو د کمښت او نه شتون له امله په تيره څه موده کې ۹ تنه مړه شوي دي.

د فارياب د ولايتي شورا رئيس محمد طاهر رحماني وايي چې ددې ولايت په پشتونکوټ ولسوالۍ کې شاوخوا زر کورنۍ د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي او بيړنيو غذايي مرستو ته اړتيا لري.

نوموړي ويلي دي چې که زيانمن شويو ته بيړنۍ غذايي مرستې راونه رسيږي نو په سيمه کې به لوی بشري ناورين به رامنځته شي.

د ولي محمد په نامه د پشتون کوټ ولسوالۍ د سرحوض د سيمې يو اوسېدونکي رويټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې له تيرې څه مودې راهيسې تر اوسه نهه تنه چې اووه ښځې، يو ماشوم او يو سپين ږيری سړی په کې شامل وو، د لوږې له امله مړه شوي دي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې وچکالي، فقر او بيوزلي زياته شوې ده چې ډيری خلک له لومړنيو غذايي توکو څخه بې برخې دي.

د روان کال د اکتوبر په ۱۵ نېټه د ملګرو ملتونو له لوري په يو تازه راپور کې ویل شوي وو چې په افغانستان کې نږدې ۳ ميليونه خلک عاجلو غذايي مرستو ته اړتيا لري او که مرسته ونشي نو لوی بشري ناورين او قحطي به رامنځته شي.

سږ کال په افغانستان کې وچکالي تر نورو کلونو زياته شوې ده چې د ډېرو خلکو کرنيزې ځمکې شاړې پاتې دي چې له امله يې په خلکو کې لوږه او فقر زيات شوی دی، همدا راز وروستيو نا امنيو او جګړو هم ډیری کورنۍ زيانمنې کړې دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close