ټايمز اف انډيا: طالبانو په افغانستان کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰لیندۍ، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د امریکا له لوري د سولې هڅو په زياتېدو سره که يوه لور ته د ګډو عسکرو بمباري او چاپې زياتې شوي، خو په عين حال کې طالبانو هم خپلو بريدونو او چاودنو ته زور ورکړی، چې له امله يې د افغان عسکرو مرګ ژوبله او طالبانو ته تسليمي په بې ساري توګه زياته شوې ده.

له نوي ډيلي خپرېدونکې انګليسي ورځپاڼې «ټایمز اف انډيا» په خپل تازه مطلب کې ليکلي، چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د خاص استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ د سوله ييزو هڅو سره په عين حال کې د طالبانو بريدونه زيات شوي دي.

ورځپاڼه زياتوي، چې د دغو بريدونو په پایله کې د افغان عسکرو مرګ ژوبله او د طالبانو پر لاسو نيول کيدو کې د پخوا په پرتله ساري زياتوالی راغلی دی.

ورځپاڼې د افغان امنيتي چارواکو له خولې ليکلي، چې يوازې وړمه ورځ په فراه کې ۲۸ امنيتي ځواکونه د طالبانو په بريدونو کې وژل شوي دي.

ټايمز اف انډيا د فراه د ولايتي شورا د مرستيال شاه محمود نعيمي له خولې ليکلي، چې طالبان د نورو ولسواليو سربېره د فراه ولايت په ښار کې هم فعاليت لري، د فراه په ښار کې يې هم د پوليسو پوسته ويجاړه کړې او ۱۲ پوليس يې وژلي دي.

ورځپاڼه زياتوي، چې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ هم طالبانو د هرات په اب خرما سيمه کې د ملي اردو پر قرارګاه برید کې څوارلس عسکر وژلي او ۲۱ يې ژوندي نيولي وو.

همدارنګه يې د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې هم د يوه بل بريد پر مهال اته پوليس وژل شوي او پنځه يې ټپيان وو.

ټايمز اف انډيا وايي، چې د طالبانو تهاجمي بريدونه په داسې حال کې زيات شوي، چې د افغانسان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت خاص استازي د سولې لپاره چټکې هلې ځلې پيل کړي دي.

د سياسي چارو کارپوهان وايي، چې طالبان غواړي له قوي ادرس څخه د سولې بهير ته داخل شي او امریکا د خپلو شرطونو منلو ته حاضره کړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د