افغانستان

هلمند چارواکي: د عملیاتو له وېرې سلګونه کورنۍ کډوالې شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰لېندۍ، ۱۳۹۷ل): په هلمند کې د کډوالو چارو ریاست وايي، د لښکرګاه څلومې حوزې باباجي سیمې او د نادعلي له لوی مانده سیمې نه سلګونه کورنۍ وروسته له هغه د خپلو کورنو پرېښودو ته اړ شوې، چې هلته پوځي عملیات پیل شول.

د دې ریاست رییس نقیب الله زمریال وايي یوازې له یادو سیمو نه؛ بلکې د نهر سراج په ګډون شاوخوا ۴۰۰ کورنۍ کډوالې شوې چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د لښکرګاه ښار اوځنیو نورو خوندي سیمو ته را کډه شوې کورنۍ وايي، یوازې يې خپل سرونه را ایستلې، نه د خوراک لپاره څه په لاس کې لري او نه هم د پوښاک لپاره.

دوی وايي په سیمه کې د بمباریو او درنو وسلو له امله هیڅوک خپل ځان خوندي نه بولي او سلګونه کورنۍ خوندي سیمو ته لېږدېدلې دي.

هلمند کې پوځي چارواکي هم په یادو سیمو کې د عملیاتو پخلی کوي او د ۲۱۵ میوند قول اردو د درېیمې لوا قومندان حنیف شینواری دعوه کوي، چې باباجي سیمه يې نیولې، چې له شاوخوا دریو کلونو راهیسې له طالبانو سره وه.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په هلمند کې د ملکي مرګ‌ژوبلې ګراف هغې اندازې ته رسېدلی چې ان یوناما يې هم اندېښمنه کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دې دفتر څو ورځې وړاندې هوايي برید کې د نادعلي ولسوالۍ د دېرشو ملکي وګړو د وژنې په غبرګون کې وویل، چې روان کال د هوايي بریدونو له امله دومره ملکي وګړي وژل شوي او ټپيان شوي دي، چې تېرو اتو کلونو کې يې ساری نه دی لیدل شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x