د نړۍ سلو شرکتونو کې یو امریکايي شرکت ډېره وسله پلورلې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰لېندۍ، ۱۳۹۷ل): په سوېډن کې یو څېړنیز مرکز وايي، د نړۍ په سطحه د وسلې پلورنې سلو شرکتونو کې یو امریکايي شرکت تر ټولو ډېره وسله پلورلې ده.

دې مرکز پخپل راپور کې ویلي، چې «لاک هیډ مارټن» تولیدي شرکت په تېر میلادي کال کې د ۴۴ میلیارده ډالرو پر ارزښت وسله پلورې ده.

د «SIPRI» د راپور له مخې دې شرکت په تېر ۲۰۱۷ز کال کې تر ټولو ډېره ګټه هم د وسلو له پلور څخه تر لاسه کړې ده.

روسیه هم د وسلو په پلور کې دومره شاته نه ده پاتې شوې، د دې هېواد «الماز ـ انتي» شرکت د نړۍ په هغو لسو شرکتونو کې راغلی چې ډېرې وسلې يې پلورلې دي.

په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي، امریکا منځنی ختیځ د چاودېدونکو توکو په ډيپو بدل کړی دی.

هغه ويلي، امریکا یادې سیمې ته د داعش د تجهیزاتي ملاتړ لپاره پرېمانه وسلې صادرې کړې دي.

وړاندې تر دې هم د ایران د پارلمان مشر لاریجاني ویلي و، چې امریکا په افغانستان کې هم داعش را وزېږاوه او ملاتړ يې کوي.

امریکا پر افغانستان د یرغل پر وخت دعوه کوله چې د بمباریو په سیوري کې سیمو ته سوله لېږدوي، دوی خپل جګړه مار «سوله‌ساتي» بلل.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د