د غزني نقشه

غزني ته غځېدلې لارې د طالبانو لاس کې دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د غزني ولایت امنیتي چارواکي مني چې د ښار مرکز د محاصرې شکل خپل کړی او سره له دې چې په څنډو کې يې طالبان تګ راتګ کوي، ولایت ته ورغلې لويې لارې هم د طالبانو په لاس کې دي.

د کابل – کندهار لویه لار له نږدې دریو میاشتو راهیسې د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري د دولتي وسایطو پر مخ تړل شوې ده.

د یادې ولسوالۍ په مشکي سیمه کې له پاخه سړک نه د شاوخوا څلوېښت کلومتره په اوږدو کې د طالبانو د پلټنې او د دوی تر لاس لاندې سیمو کې د موټرو تګ – راتګ دوام لري.

د غزني ـ پکتیکا لویه لار له شاوخوا شپږو میاشتو راهیسې تړل شوې او طالب سرتېري پرې واکمن دي، چې دولتي وسایط او کارکوونکي پرې تګ راتګ نه شي کولی.

دغه لار د اندړو ولسوالۍ په مربوطاتو کې له سلطان باغ سیمې تر ښار ته څېرمه شاخوږو په نوم سیمو پورې د طالبانو تر بشپړ واک لاندې ده او نقلیه وسایط د دوی تر لاس لاندې سیمو کې تګ راتګ کوي.

د غزني ـ پکتیا لویه لار د ده‌یک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د طالبانو تر لاس لاندې ده او هیڅ ډول دولتي حرکات پرې نه تر سترګو کېږي.

د غزني ـ کابل لویه لار وروسته له هغه د دریو نورو لارې په څېر شوه، چې د میدان وردګو په مربوطاتو کې ګڼې امنیتي پوستې تېښتې ته اړ شوې او لار بشپړه د طالبانو تر لاس لاندې شوه.

د غزني ولایت امنیه قومندان داود تره خېل وايي تر اوسه يې د لویو لارو د خلاصون لپاره کوم نیت نه دی کړی.

هغه ازادي راډیو ته ویلي، د لویو لارو خلاصون يې وروستي ګامونه دي، لومړی باید ښار کې امنیت وساتل شي.

د غزني له ښار سره د ولسوالیو نښلېدونکې لارې هم د طالبانو له تسلط نه د باندې نه دي.

د دې ولایت وضعیت له هغه وروسته لا د حکومت له لاسه ووت چې نږدې یوه اوونۍ پکې طالبان حاکم شول.

پر غزني ښار د طالبانو برید په ځايي چارواکو پراخه بې باوري پیدا کړه چې لا يې هم درزونه سره ورغلي نه دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د