افغانستان

کندهار؛ طالبان د دریو قومندانانو او ګڼو عسکرو د وژنې خبر ورکوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰لړم، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې يې درې قومندانان او ۲۵ عسکر وژلي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې سرتېرو يې د دې ولسوالۍ خشکي رود سیمه کې د ولیداد پوسته بشپړه نیولې چې قومندان او لس تنه عسکر يې پکې وژلي دي.

هغه وړاندې زیاته کړې، چې قومندان لړم، قومندان صدیق او د هغوی ملګري يې وروسته تر هغه تر بریدونو لاندې راغلل چې یادې سیمې که د عسکرو مرستې ته ور خوځېدلي و.

هغه لیکلي: «د کومکي دښمن درې ټانګونه ویجاړ،دوه قومندانان، لړم او صدیق الله او ۱۵عسکر قتل، دوه ژوبل شوي، وسله او مهمات ترې راوړل شوي.»

د کندهار ځايي چارواکو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

وړمه ورځ هم طالبانو د تخته پل په بولک نیکه سیمه کې د یوې پوستې د نیولو خبر وکړ.

طالبانو ویلي و، چې څلور عسکر يې وژلي او ګڼ مهامت يې ګوتو ته ورغلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x