محمد اشرف غني له ښځو سره

امریکايي ورځپاڼه: افغانستان له اوږدې «مبارزې» وروسته هم د ښځو لپاره بد هېواد دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د «ټایم» په نوم امریکايي ورځپاڼه لیکي، چې پر افغانستان د امریکا د یرغل یو علت هم د ښځو د «حقونو لاسته راوړنه» بلل کېده، خو لا هم ښځې په بد وضعیت کې دي.

ورځپاڼې د خدیجې په نوم د یوې مېرمنې کیسه کړې، چې غوښتل يې ځان ووژني خو روغتيايي مرکز کې يې درملنه شوې ده.

د سرچینې په وینا په افغانستان کې د امریکايي ځاني زیان تر څنګ نږدې دوه ټریلیونه مالي لګښت شوی، خو بیا يې هم د ښځو په برخه کې بریا نه تر سترګو کېږي.

ورځپاڼه زیاتوي له نږدې دوه لسیزې وروسته لا هم افغانستان د ښځو لپاره یو خورا بد هېواد دی، چې پکې ۸۷ سلنه مېرمنې بې سواده دي او نږدې ۸۰ سلنه د کم عمرۍ له ودونو سره مخ دي.

تر دې وړاندې امریکا په سیاسي او پوځي برخه کې بشپړه ناکامه بلل شوې وه، خو دا رسنۍ يې د امریکايي یرغل په یوه بله دعوه کې هم ناکامه یادوي.

د افغان ښځو لپاره د ګډ حکومت د یو شریک محمد اشرف غني مېرمنې هم د «پروموټ» په نوم پروژه روانه ساتلې، چې دعوه کوي د حکومتولۍ لپاره مېرمنې روزي.

د دې پروژې په اړه څه موده وړاندې سیګار د سلګونو میلیونه ډالرو د تالا ترغه کېدو خبر ورکړ.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د