جاپان د پنځو نادرکو امريکايي پوځيانو لټون درولی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰لیندۍ، ۱۳۹۷ل): جاپان د هغو پنځو امريکايي پوځيانو لټون درولی، چې تېره اوونۍ د جاپان جنوب کې د دوو امریکايي جنګي الوتکو د ټکر پر مهال وژل شوي وو.

د امریکا دفاع وزارت «پنټاګون» د روان ديسمبر په پنځمه ويلي و، چې ايف ۱۸ ډوله جنګي الوتکې او همدارنګه سي ون ۳۰ جنګي الوتکې د  سويلي جاپان له اواکوني هوايي ډګر څخه پرواز وکړ او لږه شېبه وروسته دواړه الوتکې نسکورې شوې.

امریکايي رسنيو د چارواکو له خولې ليکلي و، دا پېښه په داسې حال کې شوې، چې دواړه الوتکې د پوځي تمرين په حالت کې وې او په هوا کې يې د تېلو اچولو تمرين کاو.

د جاپان د کورنيو چارو وزارت او د امریکا دفاع وزارت ويلي و، چې د نادرکو پيلوټانو پلټنه به کوي، خو جاپاني چارواکو نن يو ځل بيا خبر ورکړ، چې د  نادرکو امريکايي پيلوټانو پلټنه يې درولې ده.

پنټاګون ويلي و، چې په ايف ۱۸ جنګي الوتکې کې دوه او سي ون جنګي الوتکې کې پنځه کسان سپاره وو، چې دوه يې په لومړنيو پلټنو کې موندل شوي، خو وروسته يې په روغتون کې د درملنې پر مهال ساه ورکړې ده او پنځه يې لا هم نادرکه دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د