
مجیب ځدراڼ بیګ بیش لیګ کې لوبیدو لپاره استرالیا ته رسیدلی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د استرالیا بیګ بیش لیګ سیالۍ د روانې دیسمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه پېلیږي چې په کې درې افغان لوبغاړي ګډون کوي.
د افغانستان ځوان تکړه سوکه توپ اچونکی مجیب ځدراڼ چې په لومړي وار په یاد لیګ کې لوبیږي تېره ورځ استرالیا ته سفر درلود چې اوس د خپلې لوبډلې سره یوځای شوی دی.
Spin trio! 💪
1. @Mujeeb_R88 2. @mitchswepson 3. @MattRenshaw449 #BringTheHeat #BBL08 pic.twitter.com/DMtoIKvSFg
— Brisbane Heat (@HeatBBL) December 11, 2018
مجیب ځدراڼ له تېر په زړه پورې کال او یو شمېر بریاو وروسته په بیګ بیش لیګ کې د بریزبین هیټ لوبډلې سره تړون لاسلیک کړ.
دوه نور لوبغاړي محمد نبي او راشد خان هم د خپلو لوبډلو سره د دویم وار لپاره تړون غځولی دی چې په راتلونکې لیګ کې به خپله جادو ښيي.
محمد نبي د میلبورن رینیګیډز او راشد خان د ایډلیډ سټرایکرز لوبډلو لخوا لوبیږي، یاده دې وي چې راشد خان د تېر اووم پړاو زیاتې «۱۸» ویکټې اخیستونکی لوبغاړی و.
په دغه لیګ کې اته لوبډلې ګډون کوي، چې په ۱۹م دیسمبر پېل کیږي او د فروري میاشتې په ۱۷مه نېټه به پایلوبه ترسره کیږي.
On the way to #Australia @HeatBBL @BBL pic.twitter.com/uE2tCCmyry
— Mujee R 88 (@Mujeeb_R88) December 9, 2018
لومړۍ سیالۍ به د راشد خان او مجیب ځدراڼ لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي، چې د دواړو لوبغاړو د لوبیدو امکان شته، د محمد نبي لوبډله به په دویمه ورځ په ۲۰ دیسمبر خپله لومړۍ سیالۍ ترسره کوي.
راشد خان که څه هم دا مهال د سویلي افریقا په امزانسي سوپر لیګ کې بوخت دی خو ډير ژر به سویلي افریقا څخه استرالیا ته ستون شي او د خپلې لوبډلې سره یوځای شي.