نړۍ

خضدار: ناټو ته تېل وړونکی ټانکر سوځول شوی او چلونکی یې وژل شوی دی

nato_oil_tankerنن ټکی آسیا: نن د کویټي او کراچي پر لار خضدار ته نيژدې وسلوالو کسانو پر یوه ټانکر چې ناټو ته تېل وړي، ډزي وکړې او د ټانکر چلوونکې یې ځای پر ځای وواژه او یو بل ملګری یې ټپي کړ، بیا یې وروسته ټانکر ته هم اور واچوی.

یوه پولیس چې جمعه خان نومیږي د سیمي څخه اسوشیتد پریس ته ویلي چې چې پېښه خضدار ښار ته نژدې د وډهـ په سیمه کې را منځته سوه.

نومړي وویل چې وسلوالو کسانو اول ټانکر ته اشاره وکړه چې موټر ودروي، مګر کله چې د موټر چلوونکي ددوی اشاره ونه منله، او د موټر ځغلولو کوشش وکړ، وسلوالو پر دوی باندي ډزي وکړې او چلوونکی یې ځای پر ځای وواژه، او یو بل کلېنر یې ټپي سو، او بیا وروسته وسلوالو ټانکر ته اور واچوی او د سیمي څخه په تیښته بریالي سول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x