افغانستان

پکتیکا: د کمپاین ځانګړو ځواکونو یو دوکاندار وژلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰لیندۍ، ۱۳۹۷ل): په پکتیکا کې د کمپاین ځانګړو ځواکونو په یوه ملکي موټر ډزې کړي چې په نتیجه کې یې یو دوکاندار وژل شوی او ورسره ناست ماشوم ټپي شوی.

د سیمې اوسیدونکو نن ټکی اسیا ته ویلي چې وژل شوی دوکاندار”زاویل” نومیږي او د زیړوک ولسوالۍ “کیښام” کلي کې یې دوکان درلود،.

“زاویل”تیره ورځ دوکان ته د سودا راوړلو لپاره ارګون ته روان و چې د ارګون ولسوالۍ د دارې په سیمه کې د کمپاین ځواکونو یی په کروله ډوله موټر ډزې وکړې چې نوموړی ځای پر ځای وژل شوی او په څنګ کې ورسره ناست ماشوم زخمي شوی،دولتي چارواکو د دي پیښې په اړه څه نه دي ویلي..

د کمپاین عسکر له دي مخکې هم د ملکي خلکو په وژنو تورن شوي دي.

“کمپاین”هغه ځانګړی ځواک دی چې په خوست،پکتیا او پکتیکا کې میشت دي او د امریکایي ځواکونو له خوا تمویل او تجهیزېږي او د افغان دولت له کنټرول او قوماندې څخه وتلي دي، معاش او وسله مستقيماً د امريکايانو له لوري ورکول کیږي او د هغوی له خوا ورکړل شوي اهداف په نښه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی (فهیم)

انشاالله ددی وحشی او سپی عسکرو د ورکیدو نیټه را نژدی ده او خدای به یی داسی ورک او هلاک کړی چی بیابه دا بیناموسه او بیغرته خلک په خلکو کی ځای نلری او خلک به دا بیناموسان خپله په دار کړی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x