افغانستان

لوګر: د معترضو نوماند وکيلانو په موټريز کاروان بريد شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د لوګر ولایت مرکز اړوند واغجان تنګي په سيمه کې د ولسي جرګې د نوماند وکيلانو په موټريز کاروان چاودنه او د سپکو او درنو وسلو ډزې شوې دي.

د ټاکنو خپلواک کميسيون تيره ورځ د لوګر ولايت لومړنۍ نتيجې اعلان کړې چې په کې محمد اسماعیل صدیقي، وفي الله افتخار، انجینیر محمد اصف نبيزی او هما احمدي بريالي اعلان شوي وو.

خو د لوګر نورو نوماند وکيلانو د ټاکنو د خپلواک کميسيون په دې پريکړه نن د لوګر په مرکز پل علم کې يوه اعتراضيه غونډه کړې وه، چې په کې د لوګر ولايت د ټاکنو لومړنۍ پايلې يې له انصافه لرې او غير عادلانه وبللې.

دا نوماند وکيلان له خبري ناستې وروسته له لوګر څخه کابل ته په لاره وو چې د واغجان تنګي په سيمه کې پرې چاودنه وشوه او له هغې وروسته د سپکو او درنو وسلو ډزې پرې وشوې چې ۸ تنه په کې ټپيان شوي دي.

له لوګر ولايت څخه ولسي جرګې ته نوماند فرهاد اکبري وايي چې په ننۍ پيښه کې پنځه نوماندان او د هغوی درې ساتونکي ټپيان شوي دي.

د اکبري له لوري په ټولنيزو رسنيو کې خپره شوې ويډيو کې ښودل کيږي چې موټرونه سره په ټکر شوي دي او نوماندان په يوه غريزه سيمه کې د بريدګرو له ډزونو څخه ځان خوندي کوي او ساتونکي يې ډزې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

دا خو بد رپورت نه وو.

غ.حضرت

هغه چه په پارلمان کی ناست دی هم مافیا ده، هغه چه اوس بریالی شویدی هم مافیا ده او هغه چه ماته ئې خوړلې او اعتراضونه کوی هم مافیا ده او هغه چه پایلی اعلانوی تر ټولو ستره مافیا ده.فقط خوار او مظلوم وولس دی چه د هر ډول مافیا لخوا یرغمل شویدی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x