افغانستان

اشرف غني د سولې مشورتي بورډ غړي او تشکيلات اعلان کړل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د ملي امنيت شورا د سولې د مشورتي بورډ مسؤلين او تشکيلات اعلان کړل.

د ملي امنيت شورا له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د محمد اشرف غني په مشرۍ د سولې مشورتي بورډ چې د دولت د بيلابيلو ارګانونو، سياسي مشرانو، سياسي احزابو او ټولنې د بيلابيلو اقشارو سره يې پرې مشورې کړي دي، دا بورډ يې رامنځته کړی دی.

تر دې وړاندې ليندۍ په اوومه نېټه د ارګ له لوري د ولسمشرۍ د دفتر رئيس عبدالسلام رحيمي په مشرۍ ۱۲ کسیز بورډ رامنځته شوی و چې په کې د ولسمشرۍ دفتر رئيس عبدالسلام رحيمي ددې بورډ د مشر په توګه، د ښوونې او رزونې وزير محمد ميرويس بلخي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزيره حسينه صافۍ، د لوړو زده کړو وزارت معين عبدالتواب کرزی، د مهاجرينو او بيرته راستنيدونکو کډوالو معينه ډاکټر عالمه، د ملي امنيت عمومي رياست معاون جنر عبادالله عباد، د ولسي جرګې غړې شاه ګل رضايي، د علماوو د شورا غړی مولوي عطاء الله لودين، د پکتيا والي شميم خان کټوازی، د سترې محکمې غړی عبدالله عطايي، د بهرنيو چارو وزارت د فرهنګي چارو رئيس توريالی غياثي او د حج اوقاف وزارت معين مولوي عبدالحکيم منيب د مشورتي بورډ د غړو په توګه ټاکل شوي وو.

د ملي امنيت شورا د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې د سولې دا بورډ مسؤليت لري چې د سولې په اړه به د حکومت مشرانو ته مشوره ورکوي، د سولې بهير کاري کميټو وړانديزونه به ارزوي، د اړتیا په وخت کې به مرکچي ډلې ته اجنډاوې چمتو کوي او د سولې د مذاکراتو د بهير څارنه به کوي.

د مشورتي بورډ په غونډو کې به د ګډ حکومت مشران، د ملي شورا رییسان، قاضي القضات، د ملي امنیت سلاکار، د ولسمشرۍ ماڼۍ د مقام د دفتر عمومي رییس، لوی څارنوال، د ملي امنیت عمومي رییس، په پارلماني چارو کې د دولت وزیر، د سیمه‎ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې عمومي رییس، د افغانستان د علماوو شورا رییس او د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس ګډون کوي.

د سولې مشورتي بورډ به په مياشت کې يو ځل او يا هم د اړتیا په وخت کې غونډې کوي، همدا راز ددې بورډ مرکچي پلاوی دندې لري چې د ولسمشرۍ په استازيتوب د ملی ګټو په پام کې نيولو سره مذاکراتي بهير مخ په وړاندې يوسي، د سولې مشورتي بورډ ته د خپلو کړنو راپور ورکړي.

د سولې مشورتي بورډ نهه بيلابيلې کميټې لري چې په کې د ساسي ګوندونو د استازو کمېټه، د علماوو کرامو او روحانیونو د استازو کمېټه، د هېواد د نخبه ښځو کمېټه، د قومونو د مشرانو او د استازو کمېټه، د فرهنګي او مدني فعالانو کمېټه، د خصوصي سکټور کمېټه، له هېواده بهر د کډوالو افغانانو د استازو کمېټه، د ځوانانو د استازو کمېټه او د جګړې د قربانیانو د استازو کمېټه شاملې دي.

د سولې مشورتي بورډ غړو له پاره د حکومت، سياسي ګوندونو، سياسي شخصيتونو او ټولنې د نورو غړيو له منځه خلک ټاکل شوي دي چې په کې له حکومت څخه د افغانستان ولسمشر او مرستیالان یې، د حکومت اجراییه رییس او مرستیالان یې، د ولسي جرګې رییس، د مشرانو جرګې رییس، قاضي القضات، د ملي امنيت سلاکار، د ولسمشرۍ د مقام د دفتر عمومي رییس، لوی څارنوال، په پارلماني چارو کې د دولت وزیر، د ملي امنیت عمومي رییس، د علماوو د سراسري شورا رییس او د سولې عالي شورا رییس شامل دي.

له پخوانيو جهادي مشرانو او سياسي استازو څخه يې پخوانی ولسمشر حامد کرزی ، پخوانی ولسمشر صبغت الله مجددي، عبدرب الرسول سیاف، انجنیر ګلبدین حکمتیار، یونس قانوني، سید حامد ګیلاني، محمد کریم خلیلی، صلاح الدين رباني، سید منصور نادري ، شیخ اصف محسني، عبدالهادي ارغندېوال، حاجي دین محمد، عطامحمد نور، امنه افضلي، صدیقه بلخي، محمد اسماعیل خان، امرالله صالح ددې بورډ په غړو کې شامل دي.

تر اوسه د حکومت له لوري په دې اعلان شوې بورډ کې مسؤلينو، سياسي څېرو او چارواکو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x