
څو زرینې کرښې
طالب العلم نذیر احمد
۱ــ د الله جل جلاله پر وحدانیت، معبودیت او حقانیت قائل اوسه. ځکه د دې هر څه موجوداتو خالق او رازق الله تبارک و تعالی دی.
۲ــ د خاتم الانبیاء والمرسلین سیدنا محمد صلی الله علیه وسلم د سنتو عامل جوړ سه. ځکه په همدې کې د دواړو جهانونو کامیابي نغښتې.
۳ــ مستحب عمل هم مه پریږده او کوښښ وکړه چې ترسره یې کړې. ځکه د مستحب عمل پریښودل د سنتو پریښودو ته لار هواروي. همداسې کړۍ په کړۍ تر څو خدای مکړه د فرض عمل پريښودلو ته ورسیږې.
۴ــ د ورځې پيل مو باید د قران کریم په تلاوت سره وي، ځکه کرۍ ورځ به مو له یوې بې سببه خوښۍ سره تیږیږي.
۵ــ پنځه وخته لمونځ په جماعت سره کوه، ځکه تحقیق دا دی چې په جماعت لمونځ اداء کول واجب دی نه سنت.
۶ــ کوښښ وکړه چې مور او پلار درنه راضي وي. ځکه قران کریم کې د والدینو په وړاندې له اُف کلمې ویلو نه هم منعه راغلې.
۷ــ تل هڅه وکړه چې نیک عمل ترسره کړې او له بد عمله ځان وساتې. ځکه نیک عمل نیکي زیږوي او بد عمل بدي.
۸ــ راشه درشه او او ټول کړه وړه د هغه چا په طریقه برابر کړه، چې غواړې د قیامت په ورځ یې په ټولۍ کې راپورته شې. ځکه دانسان حشر او نشر به د هغه چا سره وي چې په دنیا کې پرې مین وي.
۹ــ د مجاهدینو خدمت کوه، ځکه د یوه استاد د خولې خبره ده چې که د دین زمری نه یې نو د دین د زمریانو خدمت خو وکړه.
۱۰ــ هر اړخیز کتابونه مطالعه کوه،ځکه هر اړخیز کتابونه، هر اړخیز معلومات، ملکه، د مطالعې ځواک او ذهني قوت دربخښي.
۱۱ــ د ملګري سره دې مجلس دومره مه خوږوه، چې هغه خپل شخصیات ویلو ته اړ شي. ځکه د چا شخصیات اوریدل د مروت خلاف کار دی.
۱۲ــ مستغني اوسه، طمع مه کوه، ځکه له طامع زیات مسکین او له مستغني زیات غني نشته.
۱۳ــ د ورځنیو چارو لپاره تقسیم الاوقات وټاکه، تر څو له ګډوډۍ او کهالۍ سره مخ نه شې.
کور دی ودان. ښه لیکنه ده.
د ۳ فقرې په لومړۍ کرښه کی یو(مه) د قلم د کونجوغې څخه شَوَه شویدی یعنی لوېدلی دی.
ستاسی منظور دادی چي( مستحب عمل هم مه پرېږده) خو لیکلی شویدی چي
مستحب عمل هم پرېږده.