د پاکستان پارلمان کې هندو وکيل پر شرابو د بنديز غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د پاکستان ملي پارلمان کې هندو مذهبي د لږه‌کيو استازي ډاکټر رميش کمار د شرابو د جوازونو د لغوه کولو او پر شرابو د بنديزونو غوښتنه کړې ده.

د واکمن تحريک انصاف ګوند د لږه کيو استازي رميش کمار د پارلمان غونډې ته وويل، چې شراب په ټولو مذهبونو کې حرام دي او بايد پارلمان يې د جوازونو د لغوه کولو او پر شرابو د بنديزونو لګولو قراداد تصويب کړي.

ډاکټر رميش کمار غوښتل، چې دغه قراداد د بحث لپاره وړاندې کړي، خو د پارلمان مرستيال رئيس قاسم سوري د بحث لپاره د قراداد د منلو مخنیوی وکړ.

د لږه‌کیو دغه استازي ويلي، چې پارلمان کې پر نورو موضوعاتو بحث کېدای شي، د شرابو په مخنيوي ولې نه شي کېدای، خو د پارلمان د مرستيال مشر سربېره حکومتي چارواکو او نورو پارلماني وکيلانو د هغه د دريځ ملاتړ ونه کړ.

د پاکستان پارلمان کې يوازې د متحده مجلس عمل مذهبي ګوندونو د رميش کمار غوښتنه قانوني او پر ځای وبلله او د پارلمان د مرستيال له لوري د دغه قراداد د نه منلو له امله يې له غونډې سره پرېکون وکړ.

 د پارلمان سکرټرې مليکه بخاري وويل، چې دغه ډول قرادادونه پخوا هم وړاندې شوي، خو ګټه يې نه ده کړې.

د پاکستان د اطلاعاتو او کلتور وزير فواد چوهدري جيو خصوصي تلويزون ته وويل، څوک چې شراب څښي، هر ځای يې موندلی شي او پر شرابو د بنديز غوښتنه يې د رميش کمار د شخصي شهرت زیاتولو لپاره وبلله.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د