امریکا، د پاکستان په ګډون یو شمېر هیوادونه په تور لست کې شامل کړل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي «یو شمېر هیوادونه یې د مذهبي آزادۍ څخه د سرغړونو له امله تور لست ته اچولي او ځینې نور یې په ځانګړي څارل کېدونکې لست کې شامل کړي دي».

نن ددې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې « پاکستان، سعودي عربستان، سوډان، ایران، چین، شمالي کوریا، برما، تاجکستان او تر کمنستان یې د مذهبي ازادۍ څخه د سرغړولو له امله په تور لست کې او د روسیې او ازبکستان هیوادونه یې په ځانګړي څارل کېدونکي لست کې شامل کړي دي».

یاده دې وي چې تېر کال د امریکا له لوري د پاکستان په ګډون یو شمېر هیوادونه د ځانګړو څارل کېدونکو هیوادونو په لست کې شامل شوي وو چې نن د هغوی له ډلې څخه ځینې یې په تور لست کې شامل شول.

د بهرنیو چارو وزارت څخه خپره شوې اعلامیه زیاتوي چې، دا ګام یې په یادو هیوادونو باندې د فشار اچولو او له لږکیو سره د کیدونکي جبر د مخنیوي په موخه اخستی.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لونګ
میلمه
لونګ

آخ چی زما زړه یی تقریبآ پر پاکستان یخ کړل. الله د دوی د ### ټیکه داران ورک کړی چی زمونږ وطن یی تباه کړ.

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

عجیبه امریکا دی،پاکستان کی مکلمله ازادی ده.هر مذهب هر دین ور کی شته. ### (### مارکیت)اسلام اباد کی هر رنګه ازادی،د ### بدلول،قسماقسم ملایان،احمدیان،قادیانیان،هره طایفه،ګوندونه دیمکراسی،خلقی ،اسلامی ،
خلاصه پاکستان کی اسلام په ځوړ راوان دی،او امریکا بندیز په لګوی؟ڼن یو هندو اسلام خدمت ته پاکستان کی ملا وتړله،په شرابو یی بندیز وغوښت،خو دپاکستان اسلامی پارلیمان په خوله یی پیاز هم ونه خوړ،د هندو همت ته ما سلام وکړ،ډیر زر به هندوان په پاکستانیانو پسی قران شریفونه ویشی ،او د تلاوت دعوت به ورکوی،دوی به همداسی خپلی فتوا ګانی ،ټاپی ګانی افغانانو باندی به لګوی،

pattang
میلمه
pattang

تاسو د رزیلانو ته ګورۍ چې دوی څومره فاسد بي منطقه انسانان دي : ته څوک یې چې ته دمذهبي ازادي وکالت کوې ؟ سر پیاز ویا بیخ پیاز ! فاسدینو تاسو په هر ځای کې چې اقتصادي او سیاسي ګټې مو وي لکه لیوني سپي حملې کوی او بیا جنګ مو هم له کوچنیانو ،ښځو سره وي نه کوچنی پيژنۍ او نه زوړ ! ستاسو جنایت او ډاکوماري په ویتنام ، عراق ، افغانستان، لیبیا او په کوباکې او خصوصا دابوغریب په بندیخانه کې چې له هر انساني نورمو څخه وتلي چلندونه دي د بشریت تاريخ ژړوي ! تف… نور لوستل »