افغانستان

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د کابل د رایو د بیا شمېرنې بهیر درولی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون وايي « دکابل د رایو د بیا شمېرنې بهیر به تر هغو پیل نه کړي تر څو ورته د کابل ټاکنیزې حوزې اړوند، ټول اسناد نه وي سپارل شوي» .

ددې کمېسیون منشي «علي رضاء روحاني» نن له رسنیو سره په خبرو کې وویل «د رایو اړوند روڼتیا هغه وخت راتلای شي چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له لوري د کابل د ټاکنیزي حوزې ټول اسناد موږ ته راوسپارل شي».

بل لوري ته د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال «عبدالعزیز ابراهیمي» بیا وايي چې، ټول اسناد یې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته سپارلي او په دې برخه کې نورې همکارۍ ته هم چمتو دي.

یاده دې وي چې، ددې دواړو کمېسیونو تر منځ ناندرۍ هغه وخت پیل شوې چې، څو ورځې وړاندې د لیندۍ په ۱۵ نېټه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د کابل د حوزې ټولې رایې باطلې اعلان کړي، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون دا پرېکړه باطله او بې بنسټه وبلله، څو وروسته د اشرف غني د دوهم مرستیال «سرور دانش» په امر د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون خپله پریکړه بیرته واخسته او د کابل د رایو د بیا شمېرنې بهیر یې پیل کړ.

خو نن د دوهم ځل لپاره د رایو د شمېرنې بهیر ودرول شو.

څارونکي بنسټونه وايي، که ددې دواړو کمېسییونونو تر منځ ناندرۍ پای ته ونه رسېږي خلګ به د رایو په بهیر نور هم شکمن شي او بیا به څوک رایو ورکولو ته زړه ښه نه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x