نظــر

له افغانستانه د خلاصون لپاره یوه لاره شته

ليکوال: واحد فقيري

د سیاسي او جیوپولیټکل د چارو متخصص ښاغلی رانډین ویچیرټ په (د امریکن سیپکټېټور) کي د ډسمبر پر ۱۱ مه باندي لیکي: پخوا متحده ایالاتو تل جنګونه ګټل، خو نن سبا امریکا د افغانستان په جنګ کي له ۲۰۰۱ راهیسي بنده ده، او د ګټلو هیڅ امید هم نسته. نه یوازي دا چي په افغانستان کي د امریکا پخوانۍ نظامي دبدبه ختمه سوې ده، بلکي کله چي د امریکايي آخري عسکر له هغه ځایه راووځي، د امریکا په زور نصب سوی د کابل حکومت هم رانسکوره کېږي.

څه موده مخکي، جمهورریس ټرمپ په افغانستان کي د یو امریکايي عسکر سره د ټیلفون له لاري خبري کولې، او له هغه څخه ئې وپوښتل‌«په افغانستان کي حالات څرنګه دي؟» امریکايي عسکر وویل: طالبان سرسخته مخالفان دئ، او هغه ځایونه چي موږ پخوا ترې نیولي ول، هغه ځایونه ئې اوس بېرته نیولي دي. البته د دې عسکر جواب د دفاع وزارت تکراري جواب وو. ځکه که چیري تاسي له هغو امریکايي نظامیانو سره خبري وکړئ چي په افغانستان کي ئې خدمت کړی دئ، هغوی به تاسو ووايي چي د افغان جنګ پر بدو اوښتی دئ، او نهایت بد اداره کېږي.

څه چي امریکا افغانستان ته ور کش کړه، هغه القاعده وه. د افغانستان د جنګ مشهور متخصص سټیف کول په خپل کتاب (د ایس ریاست) کي لیکي کله چي امریکا افغانستان اشغال کړ، طالبان چمتو ول چي د القاعدې سره خپل روابط ختم کړي، خو پدې شرط چي هغوی ته په حکومت کي ونډه ورکړه سي. مګر جمهورریس بوش سرټمبګي وکړه، طالبان ئې په نا حقه د القاعدې سره یو وبلل، او هغوی ئې مقاومت ته مجبوره کړل. کله چي تاسي خپل دوښمن ته د تېښتي هیڅ لاره پرې نه ږدئ، هغوی مجبوره کېږي چي د خپل سر په بیه مقاومت وکړي. لهذا طالبان مجبوره سول چي د امریکا د اشغال تر ختمېدو پوري وجنګېږي.

جنګ یا ګټل کېږي او یا بایلل کېږي. البته تاسي کولای سئ چي یو جنګ پرته له جنګ کولو وګټئ، خو که چیري تاسي یوه جنګ ته پرته له ګټولو څخه ادامه ور کړئ، تاسي حتما جنګ بایلئ. په افغانستان کي امریکا د جنګ اوږدولو ته ملا و تړله، نو لهذا واشنګټن سوکه سوکه ماتېږي. اوس یو تریخ واقعیت دا دئ کله چي آخري امریکايي عسکر له افغانستانه راووځي، د کابل حکومت به هرومرو طالبانو ته مات او تسلیمېږي.

اوس نو، واشنګټن ته پکار دي چي په افغانستان کي د یوې امریکايي دیموکراسۍ د ټینګولو غلط خیال له سره وباسي. واشنګټن باید افغانستان ته داسي وګوري، لکه اسرایل چي حماس ته ګوري. په بل عبارت، امریکا د یوه سر سخته دوښمن سره مخامخه ده. د دې دوښمن د ماتولو چانس نسته. د غزې په تړانګه کي د اسرایلو ستراتیژي دا ده چي حماس ته اجازه ورکوي چي ښه ستر سي، بیا ئې په رېبولو شروع وکړي. د حماس لپاره بیا څه وخت لازم وي چي ځان سره راټول کړي، بیا اسرایل ور باندي ور ودانګي او بیا ئې له سره و رېبي. د اسرایلو همدا ستراتیژي تر اشغال ارزانه او با دوامه ده.

اوس نو، ټرمپ باید دا شهامت پیدا کړي چي په افغانستان کي د امریکا تلفاتو ته خاتمه ورکړي، او هلته هغه اقوام او ډلي مسلح کړي چي د تروریزم سره جنګېدل غواړي. په پای کي، امریکا اصلي جنګ د القاعدې او نورو تروریستي ډلو پر خلاف دئ، نه په افغانستان کي د ملت – دولت د جوړولو لپاره.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

امريکايان به ترډيره همداسي احمق پاته وي پديچي هلته ټوله وخت ميډيا تکرار ده او همدا تکرار ډيری وخت درواغ هم وي، يوه وړوکی خبره به په وارو وارو لويه ورته وښيې هغوی بيچارګان هم فکر وکړي چي لويه خبره ده ويې منې او په لوی لاس پخپله ځان احمق کړي . د امريکا لږه کې آزاد فکره پخپله وايې چي دوی ته ميډيا درواغ وايې. اصلي موضوع: دافغانستان دجنګ مشهور متخصص سټيف پخپل کتاب(دايس رياست) کي ليکي کله چي امريکا افغانستان اشغال کړ،طالبان چمتو ول چي دالقاعدې سره خپل روابط ختم کړي ، خو پدې شرط چي په حکومت… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x