کرېکټ: شای هوپ ویسټ انډیز ته بایللې لوبه وګټله

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱ لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د بنګلدیش او ویسټ انډیز ترمنځ دویمه یو ورځنۍ سیالۍ زړه بوږنونکې حالت ته ورسېده خو د ویسټ انډیز لوبډلې ځوان تکړه لوبغاړي شای هوپ له بنګلدیش څخه بایللې لوبه وګټله.

ددغه سیالۍ په وروستي دوه اورونو کې ویسټ انډیز لوبډلې ته د ۲۲ منډو اړتیا وه خو شای هوپ چې سلیزه یې وهلې وه باوري وه چې ټاکلې هدف به پوره کړي، هماغه وو چې په یوه اور کې یې ۱۶ او وروستي اور کې ۶ منډې واخیستې او د ۴ ویکټو په توپیر یې بریا خپله کړه.

دغه سیالۍ چې د بنګلدیش په ډهاکه شیر بنګلا نیشنل لوبغالي کې ترسره شوه پچه د ویسټ انډیز لوبډلې وګټله خو بنګلدیش ته یې د توپوهنې بلنه وکړه، دوی په ټاکلي ۵۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو ۲۵۵ منډې جوړې کړې، تمیم اقبال، شکیب الحسن او مشفیق الرحیم نیمه سلیزې ووهلې.

په ځواب کې ویسټ انډیز لوبډلې د شای هوپ په مرسته ټاکلی هدف په ۴۹.۴ اورونو کې له سختې لوبې وروسته پوره کړ، ددوی لخوا د وروستي لوبغاړو ملګرتیا په زړه پورې وه چې په ۱۰.۴ اورونو کې يې ۷۱ منډې جوړې کړې.

شای هوپ په ۱۴۶ منډو جوړولو سره چې ۳ شپږیزې او ۱۲ څلوریزې په کې شاملې وې جوړې کړې، او د لوبې غوره لوبغاړي په توګه وټاکل شو.

یاده دې وي چې د دواړو لوبډلو ترمنځ د ټیسټ سیالیو سیریز بنګلدیش وګاټه، په لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې یې هم ویسټ انډیز ته ماتې ورکړې وه، خو درېیمه او پریکړه کونکې سیالۍ به د جمعې په ورځ ترسره کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د