نړۍ

فرانسه: ډزو کې پنځلس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱لیندۍ، ۱۳۹۷ل ): د فرانسې د سټاربرګ ښار کې، د کرسمس په نوم جوړ شوي بازار سیمه کې ډزو ۳ کسان وژلي او ۱۲ نور ټپيان دي.
د دې هیواد د داخله وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ډزې د اروپايي پارلمان د فتر ته نږدې شوي او د ۱۲ ټپيانو له ډلې نه یې د ۶ روغتیايي حالت نازک دی.
د سټاربرګ د پولیسو د مرکزي قومندانۍ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې«بریدګر که څه هم د پېښې له ځایه تښتېدلی، خو دوی یې په اړه له پخوا معلومات درلودل او اوس یې د هغه د نیولو لپاره ۳۵۰ ځانګړي پولیس ګمارلي.»
اعلامیه زیاتوي: «بریدګر ۲۹ کاله عمر لري، په همدې ښار کې زیږيدلی او له ډېرې مودې راهیسې د پولیسو له لوري څارل کېده.»
په فرانسه کې د ډزو راپورونه داسې مهال ورکول کېږي چې، د دې هیواد په پلازمینه او نورو برخو کې پراخ لاریونونه روان دي او د پلازمینې په شمول ددې هیواد زیاتره برخې یې له درنې بې نظمۍ سره مخ کړې.
تېره ورځ ددې هیواد ولسمشر «امانویل مکریون» له لاریونوالو د آرامېدلو غوښتنه کړې وه او ویلي یې وو چې «دښمنان» د فرانسې له ګډوډ وضعیت څخه ناوړه ګټه اخلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x