افغانستان

فراه: د ټولۍ د قومندان په ګډون 6 سرتیري وژل شوي/ ويډیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱لیندۍ، ۱۳۹۷ل): طالبانو ویلي، تیره ورځ یې د فراه ولایت، بالابلوک ولسوالۍ په شیوان سیمه کې د ملي اردو یو ټانک په ماین الوزولی.

د طالبانو خبرپاڼه زیاتوي چې د دغې چاودني په ترڅ کې یې د یادې ولسوالۍ رئیس ارکان (عالم دار)، د ملي اردو د ټولۍ قومندان او څلور تنه نور سرتیري ځای پرځای وژل شوي.

پرخواله رسنیو خپره شوې یوه ویډیو کې د ترسره شوې چاودنې صحنه لیدله کیږي، خو د وژل شویو کسانو هویت او شمېر نه څرګندیږي.

د فراه امنیتي چارواکو د طالبانو د دغي ادعا په اړه تراوسه رسنیو ته غبرګون نه دی ښودلی.

فراه یو له هغو نا امنه ولایتونو څخه دی چې امنیتی وضعیت ډېر په کي ترینګلی او نژدې هره ورځ د ورته امنیتي پيښو خبرونه ځیني ترلاسه کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x