ورزش

د آی پي ایل بولۍ وروستي لیست کې اته افغان لوبغاړي شامل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱ ليندۍ، ۱۳۹۷ا): د هند غوره لیګ راتلونکې پړاو بولۍ د روان کال دیسمبر میاشتې په ۱۸مه نیټه ترسره کیږي چې په کې ۳۴۶ داخلي او خارجي لوبغاړي شامل دي.

په دغه لیست کې اته افغان لوبغاړي هم شامل دي، چې تمه کیږي ځینې یې د سترو لوبډلو لخوا واخیستل شي.

هغه افغان لوبغاړي چې د هند پریمیئر لیګ د بولۍ لپاره په وروستي لیست کې شامل شوي په لاندې ډول دي:

محمد شهزاد، حضرت الله ځاځی، ظاهر خان، قیس احمد، کریم جنت، شفیق الله شفق، ګلبدین نائب او سید شیرزاد شامل دي.

تمه کیږي چې حضرت الله ځاځی، قیس احمد او شفیق الله شفق به د نورو لوبغاړو په پرتله د لوبډلو په نظر کې وي، دغو لوبغاړو په تېره نیږدې کې ښه کارکردګي ښودلې په ځانګړي ډول د ټي ټين لیګ د ځاځي او شفق شهرت له زیات کړ.

له بلې خوا ظاهر خان چې تېر پړاو د راجستان لوبډلې اخیستی و خو د ټپي کېدو له امله ونه لوبېد تمه کیږي یو وار بیا له دغې لوبډلې سره یوځای شي.

له دې وړاندې درې افغان لوبغاړي چې په تېرو لیګونو کې لوبېدلي د خپلو لوبډلو لخوا له وخت وړاندې ساتل شوي دي، او نورې لوبډلې نشي کولای په دوی بولۍ ترسره کړي.

په دې کې محمد نبي، راشد خان او مجیب ځدراڼ دي چې د سنرایزز حیدر اباد او کینګز الیون پنجاب لوبډلې سره لوبیږي.

یاده دې وي چې د آی پي ایل سیالۍ داسې مهال کې رامنځته کیږي چې له هغې سمدلاسه وروسته د کرېکټ نړیوال جام پېل کیږي، د تمریناتو او نړیوال جام ته د چمتو والي په خاطر ځینې لوبډلې نه غواړي خپل لوبغاړي آی پي ایل ته واستوي.

مجیب ځدراڼ، محمد نبي او راشد خان به روانه میاشت استرالیا ته سفر کوي چې هلته به په بیګ بیش لیګ کې چې په ۱۹م دیسمبر پېل کیږي ګډون کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x