افغانستان

فراه؛ طالبانو شیب‌کوه ولسوالۍ ونیوله

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱لېندۍ، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي د فراه ولایت شیب‌کوه ولسوالۍ او اړونده تاسیسات يې بشپړ نیولي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې یاده ولسوالۍ او اړوند ودانۍ يې ټولې نن سهار د دوی د سرتېرو له لوري ونیول شوې.

هغه لیکلي: «نن سهار د فراه ولایت شیبکوه ولسوالۍ ودانۍ، امنیه قومندانۍ، د استخباراتو ریاست او ټول مرکزونه په بشپړه توګه فتحه شول.»

تر اوسه د فراه ځايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

طالبان, ویلي دولتي ځواکونو ته يې دروند زیان اړولی او ګڼ يې په تېښته بریالي شوي دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close