افغانستان

راتلونکې اوونۍ، د افغان، چیني او پاکستاني چارواکو تر منځ ګډه غونډه کېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د بهرنیو چارو وزارت وايي راتلونکې اوونۍ کې به له پاکستاني او چینايي چارواکو سره په کابل کې ګډه ناسته ولري.

امریکا غږ د دې وزارت د یوې سرچینې په حواله لیکي، چې په دې ناسته کې به له «تروریزم» سره پر مبارزې او د پاکستان او افغانستان تر منځ پر اقتصادي همکاريو بحث وشي.

د دې غونډې دقیقه نېټه نه ده په ډاګه شوې، خو تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي و، چې د یادو هېوادونو تر منځ به درې اړخیزه غونډه جوړېږي.

سرچینه زیاتوي په دې غونډه کې به چیني استازی د پاکستان او افغانستان تر منځ د شویو هوکړو د څارونکي په توګه برخه وال وي.

دا په داسې حال کې دی چې پاکستان تازه د امریکا متحده ایالاتو په تور لیست کې زیات شوی، چې علت يې مذهبي تاوتریخوالی په ګوته شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x