افغانستان

اوچا: یوه اوونۍ کې نږدې ۳۰ زره کسان کډوالۍ ته اړ شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱لېندۍ، ۱۳۹۷ل): اوچا وايي په افغانستان کې د جګړې، وچکالۍ او بېلابېلو علتونو له امله یوازې یوه اوونۍ کې د بې ځایه شویو کسانو شمېر ۳۰زرو ته نږدې شوی دی.

د دې سازمان په اوونیز راپور کې راغلي، په افغانستان کې د ننه د بې ځایه شویو دقیق شمېر په تېره اوونۍ کې ۲۹۶۵۰ تنو ته رسېدلی دی.

د سرچینې په وینا په روان میلادي کال کې ټول ۳۱۶زره او ۴۷۰ تنه بې ځایه شوي دي چې د تېر کال په پرتله لا هم کم بلل کېږي.

د دوی د معلوماتو له مخې د روان کال د بې ځایه شویو شمېر د تېر کال په پرتله ۳۴،۷ سلنه کم شوي دي.

دا په داسې حال کې دی چې یوازې د غزني په جګړو کې د ګیلان ولسوالۍ له رسنې سیمې نه شاوخوا ۱۲۰۰ کورنۍ سیمې پرېښودو ته اړ شوې دي.

د هلمند د کډوالو چارو ریاست د چارواکو په وینا په یاد ولایت کې هم له نهر سراج، نادعلي او باباجي سیمې نه د پوځي عملیاتو له امله شاوخوا ۴۰۰ کورنۍ کډوالې شوې دي، چې د ژمي په را نږدې کېدو له سختو ستونزو سره مخ دي.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت وايي چې دوی د ژمنيو «عملیاتو» لپاره تیاری لري چې د ژمي په لومړۍ ورځ به پیل کړي.

د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې معمولاً د هېواد په ګوټ ګوټ کې پراخه ولسي مرګ‌ژوبله اوړي، چې توند غبرګونونه هم ورسره ملګري وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x