ارشیف

د طالبانو وروستیو بریدونو چارواکي له اندېښنې سره مخ کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د دولتي ځواکونو پر مرکزونو تعرضي بریدونه، بمي چاودنې او موټر بم بریدونه هغه څه دي چې امنیتي چارواکي يې له اندېښنې سره مخ کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت د طالبانو د بریدونو ګړندیتوب او پراختیا مني، خو وايي دا ښايي د دوی وروستۍ زور ازموینه وي، په وینا يې د جګړې فصل پای ته په نږدې کېدو دی.

د دې وزارت ویاند نجیب دانش وايي، چې دوی هم د ژمنیو عملیاتو لپاره تیاری نیولی او د مرغومي په لومړۍ ورځ به پیل شي، خو زیاتوي چې د طالبانو بریدونه د دې نښه ده چې ګواکې د جګړې فصل پای ته رسېږي.

که څه هم شاوخوا لسیزه وړاندې روانه جګړه موسمي بلل کېده او د ژمي په رارسېدو به یخې سیمې د طالب سرتېرو له لوري پرېښودل کېدلې، خو تر لسیزې ډېر وخت کېږي چې پوځي شنونکي د جګړې پر فصل وېشل کېدو سره مخالفت ښيي او زیاتوي چې اوس جګړه دوام دراه شوې ده.

د ځینو ولایتونو چارواکي د طالبانو د بریدونو پراختیا او ګړندېتوب د خپلې بې وسۍ نښې بولي خو بېلابېل دلایل د پلمو په ډول وړاندې کوي.

د فراه ولایت د ګلستان ولسوالۍ ولسوال محمد زاهد له رسنیو سره خبرو کې ویلي چې جغرافیوي ساحه يې پراخه خو د ځواکونو شمېر ورسره کم دی، ځکه طالبان پرې لاس بري ښکاري.

غزني بل هغه ولایت دی چې ان مرکز يې د محاصرې شکل خپل کړی، خو چارواکي يې دعوه کوي چې طالب سرتېرو ته ایرانۍ وسلې په لاس ورغلې، دا هغه دعوه ده چې طالبانو او په کابل کې د ایران سفارت یو ځای بې اساسه بللې ده.

طالبانو پخپلو وروستیو بریدونو کې د پوستو د سقوط تر څنګ په پلازمېنه کابل کې د افغان عسکرو روزنکی بریتانوي شرکت په نښه کړ، چې سرتېري يې پکې لس ساعته وجنګېدل او دروند مالي او ځاني زیان يې ور واړاوه.

تېره ورځ د کابل لوېديځه دروازه کې د صفر یو قطعې او امریکايي ملګرو يې قطار د طالبانو د موټر بم برید ښکار شو، چې دولتي سرچینو د نهو تنو مرګ‌ژوبله ومنله خو طالبانو د ۲۳ تنو د مرګ‌ژوبلې خبر ورکړ.

په ورته وخت کې نږدې دوه اوونۍ وړاندې د بهرنیانو لپاره غزني ښار ته څېرمه د هغوی پر موټر چاودنه خونړی برید یاد شوی، چې د بهرنیانو د سرچینو پر اساس څلور تنه پکې ووژل شول او درې ټپیان شول.

طالبانو په دې اړه تبصره نه ده کړې، چې جګړه به د موسم په یخېدو سسته شي کنه، خو تېرو کلونو ته په کتو اټکل کېږي چې ژمی به هم د روان وضعیت په ډول د توندې جګړې شاهد وي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د