اروپا ته په قاچاقي لار، د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱لېندۍ، ۱۳۹۷ل): اروپا ته د قاچاقي لارې په اوږدو کې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي او مړي يې هېواد ته را رسول شوي دي.

د هرات چارواکي وايي دغه کسان چې اصلاً د بغلان ولایت اوسېدونکي و، د ایران او ترکيې تر منځ مړه شوي، چې علت يې لوږه او یخني یاد شوي دي.

د هرات د کډالو چارو رییس احمد جاوید نادم وايي مړو کې یوه مېرمن، دوه سړي او درې ماشومان شامل دي، چې دوه میاشتې وړاندې اروپا ته خوځېدلي و.

د ګډ حکومت له پیل سره اروپا ته قاچاقي تګ خورا زور واخیست، چې عمده عوامل يې نا امني، بې کاري او په هېواد کې پراخ فساد په ګوته کېږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د